هغه توکي چې لومړیو کې ایجاد شوي وو؛ څنګه ښکاري؟

په نړۍ کې هر وخت ډول ډول اختراعګانې کیږي، چې ځينې یې ډیرې ساده وي؛ خو بعضې یې پرمختللې بڼې او شکلونه لري.
موټرسایکل، تلویزیون، ټیلي فون، موبایل، فټ بال او الوتکه هغه اختراعات دي، چې تاسې ورسره ډېر بلد یاست، ځکه د نوې نړۍ غوښتنې یې پوره کړې دي؛ مګر د هغوی لومړني شکلونه به مو نه وي لیدلي.
راځئ اوس د ځينو هغو اختراعګانو لومړني ډیر ساده انځورونه وګورو چې څنګه ښکارېدل او تر کومه حده یې شکلونه پرمختللي وو.
۱ــ د نړۍ لومړنۍ موټرسایکل

په دې موټر سایکل کې له دوو اوسپنیزو ټایرونو، یو انجن او وصلونکي ځنخیر پرته ډیر څه نشته، د دې ترڅنګ یې سرعت هم کم و؛ خو اوسني موټر سایکلونه ډیرې ښېګڼې لري او سرعت یې هم په ساعت کې له ۱۲۰ تر ۳۰۰ او یا له دې هم زیاتو کیلومترو ته رسیږي.
۲ ــ د نړۍ لومړنی تلویزیون چې ساده و

لومړني تلویزیون د چالانېدلو یوه ستره بټن او ۳ نورې مرستندویه بټنې لرلې، تصویر او ویډیو یې ساده او بې رنګه ښودله.
۳ ــ د نړۍ لومړنی ټیلي فون

لومړني ټیلفون په ډیر کم ځای کې د وصل ظرفیت درلود او بڼه یې ډیره ساده وه، خو په حجم کې له اوسنیو تیلفونونو ډیر غټ و.
۴ ــ د نړۍ لومړنی موبایل

لومړنی موبایل هم ډیر ساده و، د ننیو عصري موبایلونو په څير یې ټچ سیستم او ډيرې ښېګڼې نلرلې، یوازې د خبرو له پاره کارېده، حجم یې ډير و.
۵ ــ د نړۍ لومړنی فټبال

لومړنی فوټبال له بهر نه ګڼډل شوی و، چې هر کله یې د هوا کمېدلو او شکېدلو (غوڅېدلو) ویره موجوده وه، پوره کروي هم نه و.
۶ ــ د نړۍ لومړنۍ الوتکه

لومونۍ الوتکه د دوو وزرونو درلودونکې وه، چې یو تن پکې الوتلی شو؛ خو اوسنۍ الوتکې نه یوازې دا چې سلګونه انسانان وړلی شي، بلکې سلګونه او زرګونه ټنه توکي هم انتقالولی شي.

یادونه: انځورونه له ویکیپيډیا او بیلا بیلو ویبسایټونو را اخیستل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button