مسیر ورځپاڼه: په اوسنیو واکمنانو شاه‌شجاع هم غوره و

عزم (‌‌چهار‌شنبه، ۰۲، تله، ۱۳۹۹ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د سرور دانش په وروستیو څرګندونو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، سرور دانش بې‌اړتیا خبرې کړي او باید له خلکو بښنه وغواړي.

«د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په بامیانو کې یوې غونډې ته په خبرو کې د طالبانو امارت د احمدشاه بابا له وخته د سدوزیو او محمدزیو د واکمنۍ تر پایه پورې له حکومتونو سره تشبیه کړی دی. نوموړي د افغانستان ۲۳۰ کاله واکمنۍ استبدادي، ډیکتاتوري او مورثي ګڼلې او ویلي یې دي چې واک به د قبیلې د یوې ډلې په لاس کې و. نوموړي ویلي چې امارت هم همداسې یو نظام دی چې د خلکو حقونو ته هېڅ پام نه کوي. د سرور دانش له دغو خبرو وروسته په ټولنیزو شبکو کې خلکو توند غبرګون ښودلی دی او سرور دانش یې د افغانستان تاریخ ته په سپکاوي تورن کړی دی. ډېر کسان له سرور دانش څخه غواړي چې له خلکو بښنه وغواړي او له حکومتي چارواکو هم غواړي چې دا ډول ناوړه څرګندونې ونه کړي.»

د سرلیکنې له مخې، زموږ تاریخ ستونزې لري، خو دا ستونزې باید یوه علمي مرجع وښايي، نه چې هر څوک په تاریخ کې خبرې وکړي او زموږ د وزیر اکبر خان، امیر شېرعلي خان او نورې دورې هم تورې یادې کړي.

«د افغانستان په تاریخ کې ستونزې شته او تاریخ لیکونکي او نور عالمان په دې برخه کې د نقد او نیوکو حق لري، خو دا هر څه باید له یوې علمې زاویې او د افغانستان د راتلونکې د سمون لپاره وي. خو سرور دانش چې کومې خبرې کړې دي، نه یوازې دا چې علمي اساس نه لري؛ بلکې پر تاریخ د هغه د ناپوهۍ څرګندونه هم کوي. د احمدشاه بابا په شان کې د یوه مفسد دولت د یوه مفسد او متعصب چارواکي دا ډول څرګندونې یوازې خپله د ده د جهالت څرګندونه کوي. د دې تر څنګ، په همدغه ۲۳۰ کلنه دوره کې چې نوموړی یې ډیکتاتوري او استبداد یادوي، داسې واکمنۍ ډېرې دي چې زموږ تاریخ یې زرین کړی دی. په همدې تاریخ کې د امیر شیر علي خان، وزیر اکبر خان او امان الله خان په شان واکمنۍ دي چې هر افغان پرې ویاړي.»

ورځپاڼې لیکلي، له اوسنیو واکمنو شاه‌شجاع هم ښه و، ځکه هغه په غلامۍ کې هم ځینې ارزښتونه ساتلي وو، خو اوسني حکومت هر څه تر پښو لاندې کړل.

« آن د دې دورې شاه شجاع هم له هره اړخه تر سرور دانش او ملګرو یې غوره دی، ځکه چې هغه په غلامۍ کې هم ځینې ارزښتونه ساتلي وو چې سرور دانش او ملګرو یې هغه ارزښتونه هم تر پښو لاندې کړي دي. که سرور دانش په دغه ډول څرګندونو سره غواړي چې په خپل قوم کې ځان ته محبوبیت پیدا کړي، بیا هم تېروتنه کوي، ځکه زموږ هزاره وروڼه د سرور دانش په شان متعصب، مزدور او د افغانستان له واقعیتونو او تاریخ څخه ناخبره نه دي. له همدې امله په دغه ډول څرګندونو به نوموړی لا زیات د خلکو له سترګو وغورځي او خلک به پرې هېڅ ډول باور ونه کړي.»

د مسیر په باور، حکومتونه د ملتونو د یووالي لپاره کار کوي، خو زموږ حکومت پر خپلو خلکو زهر شیندي، چې نور یې هم سره لرې کړي. سرور دانش دې لومړی خپل حکومت ته وګوري چې خلکو څومره رټلی دی او حتا ملاتړ یې هم نه کوي.

«حکومتونه د خلکو د یووالي د ساتلو لپاره وي، خو اوسنی حکومت او چارواکي یې پر خلکو زهر شیندي. دوی د دې پر ځای چې خپلو اساسي دندو ته پام وکړي، په بې مانا او بې ارزښته مسایلو بوخت دي او آن خپل وخت او امکانات د خپل ولس پر ضد کاروي. له همدې امله دا ډول څرګندونې کوي. سرور دانش او په حکومت کې واکمن کسان باید پوه شي چې دا ډول له جهالته ډکې خبرې به نه یوازې د افغانستان تاریخ بدل نه کړي، بلکې دا لړزانده حکومت به لا هم کمزوری کړي. د امارت او جمهوریت خبره یوه علمي او اکاډمیک بحث ته اړتیا لري، خو د سرور دانش د ملګرو واکمني نه جمهوریت دی او نه هم د خلکو واکمني؛ بلکې دا د څلو غلو، مفسدو، متعصبو او پردي پالو واکمني ده چې پر خلکو ناامني، لوږه، نفاق او نورې بدبختۍ ویشي. له همدې امله دوی ولس رټلي، نه یې په ټاکنو کې برخه اخلي او نه یې هم په کومه بله چاره کې ملاتړ کوي. واقعیت دا دی چې د افغانستان په تاریخ کې اوسنی حکومت تر ټولو ناوړه، مفسد او ناکاره دی چې اصلي لامل یې هم د سرور دانش په شان واکمن دي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button