د برېښنا د څلورو پروژو هوکړې تصویب شوې

عزم (‌‌چهار‌شنبه، ۰۲، تله، ۱۳۹۹ل): د مالیې وزارت د عامه خصوصي شرکتونو د پالیسۍ مشره لېمه خرم وايي، د افغانستان د اقتصاد عالي شورا په هرات، کابل او بلخ کې د بادي برېښنا او لمریزې برېښنا څلور پروژې تصویب کړي.

د خرم په خبره، په یادو پروژو ۱۶۰مېلیونه ډالر لګښت راځي.

نوموړې زیاتوي، په هرات کې د بادي برېښنا پروژه ۲۵مېګاواټه ده او بله د لمریزې برېښنا پروژه ده، چې دا هم په هرات کې پلي کېږي او ۲۵مېګاواټه برېښنا به تولیدوي.« په مزار شریف کې د ۴۰مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ده او د کابل په نغلو کې د اوبو پر سر د ۲۰مېګاواټه لمریزې برېښنا تختې نصبېږي.»

دا وايي، یادې پروژې د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د عامه خصوصي مشارکت یوه برخه ده.

افغان حکومت داسې مهال د برېښنا د څلورو پروژو د تصویب خبره کوي، چې تېره میاشت د افغان حکومت او اماراتي شرکت ترمنځ په هېواد کې د ۳۰۰۰مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید تړون لاسلیک شو.

اوس‌مهال افغانستان ۲۰۰۰مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو حکومت دېره تکیه په وارداتي برېښنا کړې، چې ډېری وخت مزي پرې کېږي او په اوونیو ـ اوونیو خلک له برېښنا بې‌برخې کېږي.

افغان حکومت هر کال تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران ته ۲۵۰مېلیونه ډالر د برېښنا کلنی لګښت ورکوي، خو په هېواد په اړینو برخو پانګونه نه کوي.

له تېرو لسو کلونو راهیسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک له لمریزې برېښنا کار اخلي، چې یوازې څراغونه پرې ښه روښانه کېدای شي او نورې ګټې ترې نه‌شي اخیستل کېدای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button