د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د تازه مرکې مهم ټکي

عزم چهارشنبه،۲، تله، ۱۳۹۹): تیره شپه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د “پیام آفغان” له نړیوال تلویزیون سره مرکه وکړه چې په ګڼو مسایلو یې د مرکې د کوربه او اوریدونکو پوښتنې ځواب کړې او د خپل لوري دریځ یې ووایه.
عزم هڅه کړې د ښاغلي مجاهد دا مرکه تر یوه حده ټکي په ټکي ولیکي.

مجاهد:

_داخلي جهت کې پر دې پوهیږو چې دې واکمنو له هیواد، خاورې او دین او… هرڅه سره خیانت کړی دوی د دې وړ نه دي چې له دوی سره مفاهمه وشي. خو دا چې افغانان څلویښت کلن جنګ سخت دردولي نو د اتمام حجت لپاره مو مذاکره پیل کړه داددې لپاره نه چې دوی ډیر شریف خلک وه.

_البته مونږ دوی د یوه نظام په توګه نه منو. هڅه کوو د خبرو له لارې ستونزې حل کړو. که ونه شو وسله مو په لاس کې ده، په ټول قوت به د خپلو اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره وجنګیږو.

_ مونږ نه غواړو یوه ګډوډي منځته راشي، دا بنسټونه به وي، کله چې یوې نتیجې ته رسیږو، په ګډه به یو ټولشموله نظام جوړوو چې ټول اسلامي ارزښتونه په کې خوندي وي.
راتلونکی نظام به د ټولو جهتونو په خوښه جوړیږي.

_راتلونکي نظام کې به هغه کسان نه وي چې په ډاګه په دیني احکامو ملنډې وهي او ردوي یې.

_هغوی چې د اسلامي نظام له راتګ نه ویره لري، غواړي دا ملت لا په جګړو کې بوخت وساتي او په واک پاتې شي. هڅه کوي په دا ډول خرافاتو فضاء ګډوډه کړي.

_اسلامي امارت هیڅوک هم نکاح بالجبر ته نه دي اړ کړي. اما ولسونو کې دا یو رواج ده چې د خپلو اولادونو له خوښې پرته ودونه ورته کوي. خو دا شرعي نه ده.

_ پر دې کار روان ده چې د مذاکراتو لپاره یو چوکاټ او طرز العمل جوړ شي. سوله ضد خلکو ناوړه تبلیغاتو ترسره کولو ته باید موقع ورنکړل شي.
خلک دې هم له مذاکراتو بیړنۍ ته تمې نه کوي، تخریبکاران زیات دي، ستونزې هم ډیرې دي.
خو بیا هم مونږ تعهد لرو چې ژر جوړجاړي ته ورسیږو.

_مونږ د جګړې دوام نه غواړو، خو ستونزه داده په دې وروستیو کې د کابل ادارې د پوستو د افرازولو هڅې پیل کړې، پاروونکي عملیات یې پیل کړي چې دې مشکلات ډیر کړي.

_ مونږ نه غواړو مخکې له مخکې سرې کرښې وکاږو، بلکې باید سره کینو او خپلې خبرې سره شریکې کړو، بحثونه پرې وکړو تر څو ستونزو ته ژر رسیدنه وشي.

_ مونږ نه غواړو مخکې له مخکې سرې کرښې وکاږو، بلکې باید سره کینو او خپلې خبرې سره شریکې کړو، بحثونه پرې وکړو تر څو ستونزو ته ژر رسیدنه وشي.

_ د بیت المال شتمني چې هر چا په زور او غلا وړې وي، تحویل دې یې کړي خو دا هر څه د نظام تر جوړیدو پورې تړلي دي..

_ زه دا نه منم چې امرالله صالح د پاکستان یا د بل چا دښمن ده.
دده په واکمنۍ کې پاکستان په ټول دیورند اغزن تار تاو کړ.. څوک چې د امریکا غلام وي، دنده یې هم پردیو ته جاسوسي وي، هغه د پاکستان او بل هر چا غلام جوړیدلای شي.

_مونږ اول وویل چې باید بهرنیان دې مذاکراتو مداخله ونکړي، مقابل لوري هم ومنله.
زمونږ مذکرات د امریکا تر ټاکنو هیڅ اړه نه لري. که پوځیان څومره ژر وباسي ښه ده، ددوی په ګټه ده. خو د سولې پروسه کې چاته د مداخلې او تخریب لپاره اجازه نه ورکوو

_ مونږ باید د مذاکراتو دا فرصت تجربه وکړو.
که مقابل لوری مذاکراتو کې پاتې راغی، یا یې جوړجاړي ته زړه نه وه، بیا به پریکړه کوو. دا یو طرفه لاره نه، دوه طرفه لار ده.

_هغه سیمې چې محرومې پاتې شوې، طبعا له هره اړخه به توجه ورته کیږي
له اقتصادي، تعلیمي او ټولو برخو له اړخه به ورته کار کیږي.
خارجي سیاست کې به د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره اړیکې ښې وي.
مونږ هڅه کوو راتلونکو ۱۰ تر ۱۵کلونو افغانستان په هره برخه کې ودان کړو او په دې برخه کې هڅې پیل شوې او له نړیوالو سره هم اړیکې نیول شوې دي.

_دا ممکنه نه ده چې باید یوه مملکت کې دوه فقهې عملي شي. دلته اکثریت حنفي فقه عملي کیږي او نظام کې هم باید یواځې همدا فقه رسمي وي.
دا په دې معنا نده چې نورو مذاهبو ته به درناوی نه کیږي. هغوی به هم وي خو رسمي فقه به همدا وي.

_ هرڅوک چې له مونږ سره له نږدې مخامخ شي، مونږ په واقعیت سره پیژني.
امریکایي دیپلوماتانو درک کړه چې مونږ عادي خلک نه یو، جدي تصامیم لرو، د هیواد د آزادي لپاره ځیرک قوي او موشګاف یو.
په دې تړاو د ټرمپ څرګندونې د دښمن یو اعتراف ده.
البته مونږ له امریکا سره کومه پټه معامله نه کړې.

_د منان نیازي په نوم کومه ډله نشته. هغه یو فرد ده. کله سوشل میدیا ته هم راښکاره کیږي، د کابل ادارې کوم مرکز کې پټ ده. داسې خلک له هیچا هم نمایندګي نه شي کولای، استخباراتي کړۍ او رسنۍ یې پړسوي، خو هیڅ هم نه شي کولای.

_: زمونږ سیمه کې پاکستاني ځواکونه مخته نه دي راغلي او نه هم تر خپلو واک لاندې سیمو کې چاته د مخته راتګ اجازه ورکوو، پاکستاني پوځیانو ټولې هغه سیمې لاندې کړې چې د کابل ادارې تر کنترول لاندې دي.

_ هغوی چې په مجاهدینو د انډیوالي بې بنسټه تورونه لګوي، هغوی دې د کابل غم وخوري، چې د لویو چارواکو په کچه چارواکي یې هم اخلاقي فسادونو کې ښکیل دي، کابل د چارواکو له فحاشۍ موج وهي، د عاشورا په ورځ ښاروال په شهرک کې ونیول شو. قضیه یې څنګه شوه؟
مونږ ته خپل او پردي ټول یو دي له شرعي احکامو سرغړونه کې به ټول مجازات کیږي

_ د یوه هیواد نظام د ټول مملکت لپاره یو پلان لری. مونږ د الله پر وړاندې ځانونه متعهد بولو چې د مظلومانو حقونه له ظالمانو واخلو. د میرمنو لپاره هم چې ددوی حقونه خوندي شي، د کونډو او بې څوکه میرمنو مشکلات حل شي او د دوی حقونو ته رسیدنه وشي، مهمه دا نه ده چې کونډه د کوم لوري ده. دې برخې ته بشپړه ژمنتیا لرو. د هغوی د عفت ساتنې او د ستونزو حل ته بشپړه پاملرنه کېږي.

_ ټول افغانان دې پوی شي چې امریکایان د افغانستان د راتلونکي ټاکلو حق نه لري او نه دا اجازه ورکوو البته د دریمګړي او ثالث بالخیر په توګه هر لوري ته مشورې ورکولای شي؛ خو بیا هم هغوی له دې څخه خپلې ګټې لري.

_افغانان به د هیواد راتلونکی ټاکي. افغانستان تل د پرديو د نیواک په سیوري د پریکړو له امله له ستونزو سره مخ شوي.

_ مونږ امریکایانو ته د نظام جوړونې حق نه ورکوو، اوس افغانان باید خپلې چارې مستقلانه مخته یوسي. که مو امریکایانو ته کتل هغوی به بیا خپلې ګټې هم په پام کې نیسي.
اوس باید د جګړو او مذاکراتو چارې په خپل عقل مخته وړو. خدای ج دې وکړي چې ټول افغانان د پردیو فرمایشاتو ته نه ووایي.

_ که د مذاکراتو پروسه فلج شوه. نو مونږ کولای شو پر نظامي حل هم د اسلامي حکومت رامنځته کیدو هڅه وکړو.
مونږ دواړه انتخابه لرو.

_ په ۱۴میاشتو کې به امریکایان وځي. دا د تړون برخه ده. مونږ خپلو تعهداتو ته ژمن یو، امریکایانو هم ورته ژمنه کړې. ژمنه یې کړې چې د کابل حکومت سپوټ او مرسته به نه کوي.
مونږ پوهیږو چې امریکا او د سیمې هیوادونه له دې سولیدلي نظام نه تر ستوني راغلي او ملاتړ ته یې دوام نه ورکوي.

_ د امریکایانو یواځې دیپلوماتیک حضور منل شوی، مداخلې به یې بندې وي.
دغه جهت چې امریکایانو جوړ کړی هغوی هم اوس په دې قانع شوي چې دا اداره د ملاتړ نه دي او هغوی هم استفراق کړي.
امریکا نور دا خاوره نه شي ساتلی. نه ورته ارزښت لري.
نړۍ هم د جنګ دوام نه غواړي

_مونږ له نړۍ سره اړیکې جوړې کړې.
او د هغوی د ملاتړ د راخپلولو چارې لا هم روانې دي.
زمونږ له سرحداتو ور آخوا د هیچ فرمایشات هم راته د منلو نه دي. اما د آسانچاري رول هر هیواد لوبولی شي.

_ مونږ له هغه چا سره مذاکره کوو چې له مونږ سره جنګ ته اړ شوي او سپوټ شوي او هغه همدا جهتونه دي چې مذاکره ورسره روانه ده له نورو افغانانو سره خو مونږ ستونزه نه لرو هغوی زمونږ خپل وروڼه دي.
البته د حق العبدي چارو حساب کتاب به په یوه اسلامي محکمه کې له ټولو مجرمینو سره کیږي.

_د احزابو تعدد په هکله باید راتلونکی اسلامي حکومت داسې پریکړه وکړي چې مشکلات او بې اتفاقي جوړې نه کړي.
هڅه وشي چې باید افغانان متحد شي

_ بیا رغونه به افغانان په خپل مټ کوي او افغانان ددې ښه وړتیا لري اوس یې ټولو نړۍ ولیده او اوس د وطن جوړونې حرص هم ورسره دی.
زمونږ خلک یواځې فرصت ته ګوري تر څو د هیواد پر آبادۍ لاس پورې کړي.

_ دا حکومت نه ده. د امریکایي منافعو د مخته وړلو دستګاه ده.
مونږ به یې هیڅکله جزء نه شو، کنه مونږ به هم ددوی په څیر فساد او نورو ستونزوکې ذوب شو.
نه غواړو د داسې فاسد رژیم برخه وګرځو.

_ اطمینان ورکوو چې بیا به داخلي جګړې پیل نه شي. له یوې خوا د بهرنیانو لاسونه قطعه کیږي له بلې خوا ټولو لوریو تجربه کړې او له جګړو ستړي دي، نه انګیزه د جنګ لري. داخلي جهتونه اوس دې پایلې ته رسېدلي، چې یو واحد نظام باید رامنځته شي، او داخلي جنګونه پيل شي.
بلخوا مونږ ټول افغانستان کې مسلط یو هیڅوک به د داخلي جګړو مخته وړلو ته پرې نږدو.

_مونږ هڅه کوو له هغوی سره چې د پخواني جهاد پر مهال یې خولې توی کړې، ښه تفاهم، روابط ولرو او مشترکا د هیواد په ګټه ورسره ګډ کار وکړو.
ځکه په آساني سره کولای شو له هغوی سره لاس ورکړو.

_مونږ د امنیت او ټولو برخو له اړخه ښه او برجسته شخصیتونه لرو او په ښه توګه کولای شو له هیواده ساتنه وکړو.

_اسلامي امارت یوه کیلو وسپنه هم له هیواده د باندې نه ده ایستلې، بندیز مو پرې لګولی وه. امارت ټولې وسپنې وزارت دفاع کې ایښې وې بیا وروسته د کرزي پر مهال فهیم او خلیلی پر پاکستان وپلورلې. او د اسلامي امارت له واکمنۍ وړاندې پر پاکستان د وسلو د پلورلو تحقیق ستونزمن ده ځکه ډیرو کړیو دا کار کړی.

_مونږ افغان پوځ مسلمان بولو، داچې د اسلامي نظام د پیاده کولو مخ کې خنډ دي نو یې له مسلماني سره کار نه لرو او دا خنډ لمنځه وړو.
مونږ یې په خورا درنښت هرکلی کوو چې له مخالفت لاس واخلي او وسلې پرځمکه کیږدي.
زمونږ وروڼه دي.

_ آینده کې د ټولو حکومتي چارو لپاره تصمیمات نیول شوي، همدا اوس مو د ټول هیواد په کچه خپل منسوبین کنترول کړي او هغوی مو په لازمه کچه روزلي.
تر خپله وسه به د اشتبهاتو د حل هڅه کوو.

_ راتلونکي نظام کې به د ورځو او القابو په هکله هم غور کیږي.

_د قطر ناستې د مذاکراتو لپاره یو ښه پيل وو، اوس د طرزالعمل په اړه خبرې روانې دي، تمه ده چې دواړه لوري په نږدې وخت کې توافق ته ورسېږي. مذاکره کوونکي باید درک ولري، چې د سولې ضد څېرو ته فرصت ورنکړي. موږ مذاکراتو ته تعهد لرو.

_ موږ به هیڅ کله له خپلو مکتسباتو او لاسته راوړنو څخه تیر نشو، ټولو افغانانو ته اطمنان ورکوو چې د مجاهد ولس ارمانونه به نه خاوري کیږي له هیلو سره به یې جفا نه کیږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button