د سولې روان بهیر؛ ناهیلي کېږو به نه!

خط اول:
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه د روان کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه لاسلیک شوه. ټاکل شوې وه، چې د طالبانو او حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې په مارچ میاشت کې پیل شوې وی، خو د حکومت له لوري د بندیانو د نه خوشې کولو له امله دغه خبرې وځنډېدې. حکومت په پرله‌پسې ډول د بندیانو خوشې کول نه‌منل. لومړی یې بندیان خپلې سرې کرښې یادولې، وروسته یې لویه مشورتي جرگه راوغوښته، خو وروسته یې فرانسه او اسټرالیا رامخې ته کړل، چې دوی خپه کېږي. بالاخره د طالبانو ۵زره بندیان خوشې شول او طالبانو هم بین الافغاني خبرو ته چمتووالی وښود.
د روانې وږي په ۲۲مه(سپټمبر ۱۲مه) په قطر کې د طالبانو او حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او نورو نړیوالو بنسټونو په گډون پیل شوې. په لومړۍ ورځ ټولو اړخونو په هېواد کې د روان څلوېښت کلن ناورین د سوله‌ییز پای ژمنه وکړه. د طالبانو مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ښاغلي ملا عبدالغني برادر په لومړۍ ورځ وویل: د سولې روان بهیر د دوحې د تړون په بشپړ عملي کولو سره بریالی کېدای شي. ده وویل: طالبانو تراوسه د دوحې تړون عملي کړی او له مقابل لوري هم ورته غوښتنه لري. نوموړي له دواړو اړخونو وغوښتل چې په خپلو پرېکړو کې د اسلام مقدس دین او د هېواد ملي گټې په نظر کې ونیسي. «د مذاکراتو جریان به خامخا ستونزې ولري، خو غوښتنه مو داده چې بحثونه په پوره حوصله او زغم او له موضوعاتو سره د ښه تعامل په نظر کې نیولو سره پرمخ ولاړ شي.»
د ښاغلي برادر په خبرو کې د سولې، ارامۍ او د سوکالۍ ښکاره پیغام و. «موږ غواړو چې افغانستان خپلواک، مستقل، متحد، پرمختللی او آزاد هېواد وي او یو داسې اسلامي نظام ولري چې د ولس ټولې برګنې پکې د کوم تبعیض پرته خپل ځان وويني او د یو بل سره د ورورۍ په فضا کې په پوره صممیت سره ژوند وکړي. موږ غواړو چې افغانستان په آینده کې د ګاونډیو، سیمې او نورې نړۍ له هېوادونو سره مثبتې، په متقابل احترام ولاړې او ښې اړیکې ولري.»
د ملي پُخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله هم ژمنه وکړه، چې هڅه به وکړي د سولې روانې خبرې بریالۍ کړي؛ ځکه دا د ملت غوښتنه ده. «موږ په هېواد کې د څلوېښت کلنې وینې بهېدلو د درېدو او سرتاسري سولې د ټینگښت په موخه، د طالبانو له تحریک سره د صادقانه مذاکراتو په هدف له پاک نیت سره راغلي یو. زموږ د خلکو مشروع غوښتنه او د سولې هدف دا دی چې، له سياسي لارې هر ډول جگړه او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. روانه جگړه د جنگ له لارې گټونکی نه لري، اما د ملت له ارادې سره سمه سیاسي حل لاره هېڅ بایلونکی نه‌لري.»
خلک سولې ته تږي دي او هیله لري چې ژر تر ژره اوربند وشي او روانې جگړې ته یو سوله‌ییز حل پیدا شي؛ خو دغه کار په دومره بېړه هم نه کېږي. حکومت لا هم د خپلو« ۱۸کلنو لاسته‌راوړنو»د ساتنې خبره کوي او د سولې په خبرو کې د لنډمهالي حکومت مخالف هم دی. په سوله کې به دواړه لوري له یو شمېر شرطونو تېرېږي او د مقابل لوري شرطونه به مني. د طالبانو سرې کرښې معلومې دي. طالبانو د هېواد د اشغال د پای او د اسلامي نظام لپاره پوره ۱۹کاله سخته مبارزه کړې ده او ډېرې قربانۍ یې هم ورکړې. طالبان به له اسلامي نظام هېڅ تېر نه‌شي، خو کېدای شي په ځینو وضعي قوانینو کې نرمښت وښيي. خو حکومت دې د خپلو لاسته‌راوړنو خبره ډېره نه تکراروي؛ ځکه په تېر ۱۹کلن جمهوریت کې له افغان ملت پوستکی ويستل شوی او که څو کلونه نور دوام وکړي، نو هډوکي به هم ترې وشپېلي.
د سولې خبرې اوږدې دي او کېدای شي څو پړاوونه ونیسي، خو موږ به خپلې هیلې نه وژنو. د افغان سولې لپاره یو غوره فرصت پیدا شوی او الله ﷻدې نه کوي، چې دغه تاریخي فرصت زموږ له لاسونو ووځي. د حکومت د سترې تکیې«امریکا» کډه په بارېدو ده، خو په حکومت کې د یوې ځانگړۍ کړۍ په لاسونو د سولې ښکاره مخالفت کېږي او د همدې مخالفت لپاره یې اوس په ملېشه‌يي ځواک جوړولو پیل کړی. حکومت هغه تېروتنې بیا تکراروي کومې چې ډاکټر نجیب تکرار کړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button