فكري جمود؛ د طالبانو او كه د جمهوريت غوښتونكو ستونزه؟!

ليكنه: حبيبي سمنگاني 

ژباړه: سعد كټوازی

پر طالبانو يوه نيوكه دا ده چې« له ښځو سره د دوی چلند، د بيان ازادي او د دوی پر اصطلاح مدني ازادي په دنيا كې د ژوند د اسلوب له هيڅ فارمولې سره سمون نه خوري»، د نيواكگرو په ځانگړې د سيكولرانو له روش څخه داسي مالومېږي چې (دوی وايي) طالبان دې د ژوند يو دوديز روش ته ځان ور كړي يادې هم ور سره ځان سم عيار كړي ترڅو افغاني ټولنه په ښه ډول رهبري كړي.

دا چې د دوی نيوكه څومره سمه او پر پوهه ولاړه ده، پكار ده تر بحث لاندې ونيوله شي، خو كله چې هغه د پر اصطلاح روشن فكرو او د ماډرنيزم د پلويانو له لوري مطرح كېږي؛ د ټولو لپاره د حيرانتيا وړ گرځي، ځكه هغوی په داسي حال كې چې د فكري جمود تر ټولو زيات مخالف او د امرالله صالح په خبره د سړېدو خلاف دي، خو طالبان او د هغوی پلويان بيا په پټو سترگو په نورو پسي تلو ته هڅوي او (د دوی په فكر) طالبان پر نورو غوره فارمولو د كار كولو پر ځای بايد شته هغه د ځان لپاره بس وگڼي.

د افغاني جمهموريت په نورو ستونزو سربېره يوه د پام وړ هغه دا ده چې ټول افكار، ارزښتونه او فارمولې يې له چون او چرا پرته ناڅاپه له بهر څخه ابلاغ او پر افغانانو تپل كېږي او هيڅ وخت دېته اړتيا نه ده پېښه شوې چې زموږ دغه بهرني اجناس د افغانانو لپاره څومره د منلو وړ، د هغوی له مزاج او خوی سره څومره برابر او په سمون كې دي؟ له همدې أمله د۱۹كالو په تېرېدو كله هم چې له جمهوري لاسته راوړنو څخه د دفاع اړتيا پېښه شي، د دې پر ځای چې د افغاني ټولني له دننه څخه مرسته ترلاسه يا يې ملاتړ وشي، بهرنيو ته د مرستي لپاره لاس غځوي او بله هيڅ حل لاره نه ويني.

كه دغه اټكل شوې لاسته راوړنې استعماري نه بلكې جمهوري يې و گڼو، نو په باور سره چې د جمهوريت غوښتونكو ماډرنيزم او نوښت دی، خو كه همدا نن طالبان پر نورو حل لارو كار وكړي ياهم د كابل اوسني رژيم ماتې، نيمگړتياوې او زيادتۍ تر نيوكه لاندي ونيسي، په سختۍ او تنگ نظرۍ ترې تعبير كېږي، لكه چې همغه ماډرنيزم د اعتبار وړ وي کوم چې د نن سبا افغاني ټولني يوې وړې او نوې زېږېدلې ډلي راپېژندلی دی.

د افغان جمهوريت غوښتونكو دغه سخت او نيوكه نه منونكی دريځ هغه څه دي چې په دې وروستيو كې څركند ليدل شوی، هغوی د اسلامي شريعت د احكامو بنسټونه تر نيوكه او تمسخر لاندې نيسي او د افراطي او سخت دريځ اسلام د اصطلاحاتو تر سرليك لاندې د اسلام ټول معيارونه ردوي، خو دېته هيڅكله نه دي تيار چې د دوی پر اصطلاح بې مانا لاسته راوړنې تر بحث لاندې ونيولې شي.

نادره لا دا چې دوی سره له دې چې په خپل علمي او عملي ژوند كې له اسلامي لارښوونو او په ځانگړې له شرعي نصوصو سره دلچشپي نلري او د يو مخالف په سترگه ورته گوري، خو (بياهم) دغه خام خياله اټكل كوي چې اسلامي شريعت بايد دوی تفسير او تشريح كړي او نور دې پرې له بشپړ باور سره سمدستي آمنا و صدقنا وايي، لكه چې «هم خدا خواهی و هم دنیای دون».

دلته د جمهوريت غوښتونكو ستونزه يواځي له طالبانو سره نه، بلكې دوی ته اصلاً د هېواد د هيڅ مدرسې د عالمانو له لوري د اسلام تعبير او تفسير د منلو وړ نه دی او د دوی په اند يواځي هغه څوك دين په ښه ډول تشريح كولای شي چې په غربي پوهنتونونو كې يې زده كړی او پېژندلی وي، زنا، قمار، شراب څښل او سود خوړل ناروا نه گڼي، تر دې چې په ديني چارو كې هم له غرب څخه په وېره كې او د هغه په پله گام ږدي، خو ستونزه په دې كې ده چې افغانستان دومره هم نه دی بې دينه او سيكولر شوی چې ږېره خرېيلي، زنار تړلي او… ملايان د خپلو سرلارو په توگه ومني، دوی پوهېږي چې «خفته خفته را كی كند بیدار».

لكه څرنگه چې په تاريخ كې دا يو منلی حقيقت دی چې په اسلامي هېوادونو كې د سيكوليزم دود كول د اسلام مقدس دين د ارزښتونو په سپكاوي او له منځه تللو منتج كېږي، د اسلام پر وړاندې د افغانستان جمهوريت غوښتونكو كړنې هم د يووالي او برابرۍ پر ځای دښمنانه بڼه لري، له همدې وجې افغانان باور لري چې هر څومره سيكولريزم ته ځای ور كړي د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې توطيې زياتېږي.

خو د جمهوريت غوښتونكو يوه ستونزه دا هم ده چې د دې پر ځای د افغانستان متدين ولس ورځ تربلي زياتيدونكي انتظار ته ځواب ويونكي و اوسي، د۱۹كلنو لاسته راوړنو په نارو سورو د خپلو ملاتړو مالي همكاري ځانته حلالوي، دا چې اصلاً هغوی دوه لسيزي له افغانانو سره واټن درلودلی او د افغانيت له خوی او بوی څخه هم بې برخي شوي تر اوسه هم دېته نه دي تيار او په باور سره چې وس هم نلري له خپل ولس سره خبرو او اورېدلو ته كېني، نن په داسي حال كې چې اشغالگر له افغانستان څخه وزي؛ جمهوريت غوښتونكي تر بل هرڅه له افغانانو سره له مخ كېدو زيات وېرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: