د هېواد د کبانو د تولید کچه ۱۱زره مټریک ټنو ته ورسېده

عزم (‌‌پنج‌شنبه، ۰۳، تله، ۱۳۹۹ل): د کرنې وزارت وايي، په هېواد کې د کبانو د کلني تولید کچه ۱۱زره مټرېک ټنو ته ورسېده.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، اوس‌مهال په هېواد کې د کبانو د روزنې او تولید ۲۰۰۰فارمونه شته او د کرنې وزارت هڅه کوي چې د دغو فارمونو په شمېر کې نور هم زیاتوالی راولي.

د رستمي په خبره، د کبانو د روزنې ډېر فارمونه په کندهار، هرات، ننګرهار، کونړ او بلخ کې دي او هر کال په یادو ولایتونو کې ۱۱زره مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدېږي.

دی وايي، له دې وړاندې هېواد ته ډېر کبان له پاکستان راوړل کېدل، خو اوس د هېواد نیمايي اړتیاوې د هېواد دننه پوره کېږي او له بهرنیو هېوادونو د کبانو غوښه نه اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: