د اوسپنې پټلۍ اداره: د اقینې ـ اندخوی د پټلۍ چارې به ژر بشپړې شي

عزم (‌‌پنج‌شنبه، ۰۳، تله، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس ازاد اتا مرادوف ژمنه کړې ده، چې یاد هېواد به په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې په ګڼو برخو پانګونه کوي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس محمد یما شمس وايي، د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس ازاد اتا مرادوف سره یې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي او د اوسپنې پټلۍ جوړولو، د دواړه هېوادنو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا په اړه یې خبرې ورسره کړي دي. «دواړو لویرو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، ټرانزيټي اسانتیاوو رامنځته کول، د اوسپنې پټلۍ پروژو د جوړلو لپاره د همکارۍ او همغږي را منځته کول، دغه راز د افغانستان، ترکمنستان، آزربایجان، ایران، او ترکیې ترمنځ د لاجورد لارې څخه سمې ګټې اخیستلو په اړه هم خبرې شوي دي.»

د شمس په خبره، ترکمن لوري ژمنه ورکړه، چې د اقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ کار ۵۰سلنې څخه ډېر بشپړ شوی او د روان کال تر پایه به یې چارې بشپړې شي.

دی وايي، د اقینې ـ اندخوی د ۳۱کیلو متره پټلۍ پروژې د کار د ګړندي کولو او ژر تر ژر یې په بشپړولو ټینګار وشو.«په دغه غونډه کې د تور غونډۍ ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ په اړه هم خبرې وشوې او ژمنه وشوه، چې د دواړو لوریو ترمنځ به ګډ ټیم ټولنیزې سروې، اقتصادي، تخنیکي او ډېزاین کار وکړي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د لاجوردو لارې په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګرۍ او ترانزیتي ننګونو او فرصتونو باندې هم خبرې شوي دي. «د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ چارواکو د لیږد د حجم د زیاتوالي او د امام نظر ــ آقینه ریل پټلۍ او سرحد آبادــ تورغونډۍ په تمځاینو کې د اړینو امکاناتو او اسانتیاوو د برارولو په تړاو خبرې وشوې.»

افغانستان اوس‌مهال په شمالي او لویدیځ ولایتونو کې د اوسپنې فعاله پټلۍ لري، چې هره ورځ پرې زرګونه ټنه سوداګریز توکي واردېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: