سږ کال په افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو ۴۰ بریدونه شوي

عزم (پنجشنبه،۳، تله، ۱۳۹۹): د سره صلیب نړیواله اداره چې زیاترو نا امنو سیمو کې هم له وسله والو ډلو سره د تړون له مخې فعالېت لري، وايي: په افغانستان کې سږ کال پر روغتیایي مراکزو او پرسونل شاوخوا ۴۰ بریدونه شوي.
د یادې ادارې له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي: د ۲۰۲۰ ز کال له پیل نه تر جولايي میاشتې پورې افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو او روغتیاپالانو ۴۰ بریدونه شوي.
د راپور له مخې: د همدغو بریدونو له امله ۱۹ روغتیايي مرکزونه چې زیاتره یې کلینکونه او روغتونونه دي، په بشپړه توګه ویجاړ شوي، له کاره لویدلي او یا زیانمن دي.
په راپور کې وړاندې ویل شوي: پر روغتیایي مرکزونو او پرسونل یې د مخامخ بریدونو له امله شاوخوا یو میلیون افغانان له روغتیایي خدماتو بې برخې شوي او له سختو ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې د سره صلیب اداره وایي: «د روان کال تر نیمایي پورې ۲۱ تنه روغتیايی پرسونل باندې هم بریدونه شوي، چې ځینې یې مړه، بعضې ټپیان او ځینې اختطاف شوي دي.
د سره صلیب په راپور کې همداراز څرګنده شوې: چې په روغتيایي مرکزونو بریدونه میلیونونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې کولی شي او د هغوی ژوند په خطر کې اچوي؛ خو دا نه ده څرګنده شوې چې دغه بریدونه څوک کوي.
باید وویل شي، چې افغانستان کې هر میاشت د ګډو ځواکونو له لوري په روغتیايي مرکزونو، عام المنفع ځایونو او د زده کړو په مرکزونو د بمباریو خبرونه ورکول کیږي.
هېره دې نه وي، چې د سره صلیب نړیواله اداره په افغانستان کې، د بندیانو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو او روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په برخو کې فعالیت کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button