له تاریخه ناخبره چارواکي!

خط اول
زموږ تاریخ هم لکه د نورو ملتونو په څېر لوړې ژورې لري. احمد شاه بابا داسې مهال په کندهار کې راپورته شو، چې اروپا په کورنیو جگړو کې ښکېله وه. احمد شاه بابا د لوی افغانستان نقشه وکښله او د خپلې واکمنۍ لمن یې تر هندوستان وغځوله. دا چې وروستیو واکمنانو پرله‌پسې د هېواد خاوره له لاسه ورکوله او په نورو ستونزو کې ښکېل شول دا جلا خبره ده، خو له دې حقیقت هېڅوک هم سترگې نه‌شي پټولی، چې احمد شاه بابا د اوسني افغانستان بنسټگر و/دی. روانه اوونۍ د اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش په بامیانو کې یوې غونډې ته وویل: پر افغانستان ۲۳۰کاله یوې قبیلې واک چلولی او دغه قدرتونه یې استبدادي، دیکتاتوي او میراثي وگڼل. دانش د احمد شاه بابا له وخته د سدوزیو او محمدزیو د واکمنۍ تر پایه دغه ټول حکومتونه د طالبانو له امارت سره تشبیه کړل.
د اوسني حکومت چارواکي گرم نه‌دي، چې په پخواني تاریخ کرښې کاږي او استبدادي نظامونه گڼي؛ ځکه اوس‌مهال پر افغانستان د یوې سیمې، یوې ولسوالۍ او یو قوم واکمني ده. دلته نور چارواکي یوازې په سېبمولیک ډول کېنول شوي، خو د قدرت واگې په رښتیا د بل په لاس کې دي. کله چې دلته ولسمشر له خپل دین، مذهب، ژبې او کلتور نه پردی وي، نو د هغه مرستیال چې نه ورسره په مذهب کې شریک دی، نه یې په ژبه کې شریک دی او نه د افغانستان اوسنیو ارزښتونو ته ژمن دی، نو هغه به څنگه ژمن پاتې شي؟ موږ نږدې هره اوونۍ د اشرف غني د یوې لفظي تېروتنې شاهدان یو. هغه ولسمشر چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې کول ورته شرم ښکارېږي، نو د هغه مرستیال به څنگه زموږ په تاریخ کرښې نه کاږي؟
دلته د حکومت د یوه عادي بست لپاره هلمندي ځوان ته دري ژبه زده کول جبري دي، خو که د ولسمشر دویم مرستیال د هېواد په ملي ژبه نه پوهېږي، خیر دی. د امریکا په لاس داسې نظامونه موږ تجربه کړل، چې د وړتیا پر ځای پکې قوم، ژبه او مذهب لومړیتوب لري. که دلته وزیر پښتون وي، نو مرستیالان یې باید تاجک، ازبک او هزاره وي. خو که وزیر هزاره، ازبک او تاجک وي او مرستیال یې هر څوک وي پروا نه کوي. د کابل حکومت ټول وزارتونه، لویې ادارې، ریاستونه او نور ټول د وړتیا پر ځای په قومونو وېشل شوي دي. که د یوه قوم خلک د وړتیا پر ځای گمارل کېږي، نو د بل قوم باید بې وړتیا وگمارل شي. که داسې ونه‌شي، نو قومي توازن نه ساتل کېږي.
یو ملت هم په بې‌اتفاقۍ کې گټه نه‌ده کړې، خو کله کله دلته خلک مجبوره شي چې غږ پورته کړي. په تېرو ۱۹کلونو کې پښتون له هرې خوا محکوم و/دی. همدا اوس ټول زندانونه په پښتنو ځوانانو ډک دي. دغه ځوانان په غلا، تښتونې او نورو جرمونو تورن نه‌دي، بلکې گناه یې داده چې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره یې جگړه کړې ده. تراوسه په بامیانو کې بمبار نه دی شوی، خو په هلمند کې لسگونه ځلې بمباري شوې ده او پر ننگرهار د بمونو مور هم استعمال شوې ده. زه نه وایم چې د هېواد په بل ځای دې بمبار وشي، خو دا هم له انصافه لرې خبره ده، چې دلته زه مړ هم یم او پړ هم.
د اوسني حکومت چارواکي حق لري، چې د سولې مخالفت وکړي. که سوله کېږي، طالبان راځي او په افغانستان کې یو شرعي نظام نافذېږي، پر دوی د پیسو چینې وچېږي. د اوسنیو چارواکو د قوم، ژبې او مذهب سوداگري هم له منځه ځي او بیا خلک په قوم نه راپورته کوي او نه به په کابل کې نمایشي کارونه کولی شي. اشرف غني ته پکار ده، چې پر سرور دانش په عام محضر کې غوږونه ونیسي او له ټول ملت بښنه وغواړي. که داسې ونه‌کړي، نو دلته خلک جرئت پیدا کوي. بله ورځ به بل کس ورته څرگندونې کوي او پښتانه به یوازې په دې خاطر څه نه وايي، چې د قوم ترمنځ بې‌اتفاقي پیداکېږي.
په افغانستان کې بېلابېل قومونه اوسېږي، خو ارزښتونه او تاریخ مو سره یو دی. دا وخت موږ سولې، ملي پخلاینې او ورورولۍ ته ډېره اړتیا لرو، نه چې دولتي چارواکي داسې څرگندونې وکړي چې یو نالوستی انسان یې هم نه کوي. چارواکي باید د خپل ملت لومړیتوبونه وپېژني او بیا هماغسې خبرې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: