د حکومت مشران رښتېا لیوني شوي!!!

د اسلام په تاريخ کې داسې کسان هم تېر شوي چې پاچاهي يې کړې ده او د غلامانو (ممالکيو) په نوم مشهور وو. خو د اسلام په تاريخ کې داسې څوک نه تر سترګو کيږي چې هغوی دې مجانين (لېوني) وي او په ولسونو دې هغو واکمني چلولې وي. ولې اوس اوس په ګران هېواد کې پاچاهي د لېونيو په لاس کې ده. ارګمشر لېونی دی، تل ګډې وډې وايي يعنې هغه د واک او قدرت لېونی دی، دوه ځله يې په خپلو پلويانو او ووټرانو پورې وخندل، د دوی رأيې يې تر پښو لاندې کړې.
همداراز د ارګمشر دواړه مرستيالان: (امرالله صالح او سرور دانش تازه لېوني شوي، يعنې پخوا د لېونتوب نښې په کې وې، خو دا پنځلس ورځې کيږي چې د دواړو لېونتوب او جنون خورا زيات شوی، دوې اونۍ وړاندې صالح د خپلو کسانو په توسط پر خپل کاروان بريد وکړ، له هغه وروسته يې د طالبانو او اسلامي امارت خلاف خبرې پېل کړې څو د افغاني خواو او طالبانو خپلمنځي خبرې اترې له منځه لاړې شي، دی او ملګري يې په واک کې پاتې شي. او د ارګ واکمن تېره ورځ له خپلو نازوليو سره باميانو ته لاړ، هلته يې غونډې ته وويل: جمهوريت به په اسلامي امارت هيڅکله تعويض کېدلو ته پرېنږدم. په همدې کانفرانس کې د ده دوهم مرستيال سرور دانش هم خپله اصلي څېره راښکاره کړه، هم يې اسلامي امارت استبدادي نظام وباله او هم يې د افغانانو (۲۳۰) کلن تاريخ بدنام کړ، يعنې له احمدشاه بابا را پدې خوا واکمني يې په ظلم زور سره تعبير کړه، دانش چې دا خبرې وکړې دا يې له لېونتوبه کړې دي، د احمدشاه بابا له پاچا کېدو وړاندې ميرويس نيکه د دانش نيکه ګورګين وواژه او د ایراني واکمنۍ لمنه يې له افغانستانه ور ټوله کړه او بيا د محبوب نيکه مشري زوی شاه محمود هوتکي د ایران شيعه پاچا شاه حسين صفوي په ګونډو کړ او اصفهان يې ترې ونيو او وروسته يې ټول ایران فتح کړ. نو دانش ته چې د ګورګين وژل کېدل، د اصفهان نيول کېدل او د اېرانیانو زوال ور په ياد شي نو د لېونتوب کچه يې لوړه شي. او بيا کله چې نادر افشار قتل کړل شي او افغانان خپل هېواد ته راستانه شي او د احمدشاه بابا تر قيادت لاندې د داسې پاچاهي بنسټ ږدي چې د هغه مجاهد عسکر تر ډهلي، بخارا او مشهده پورې رسيږي، نو پر سرور دانش باندې د لېونتوب څپې راشي، اوتې بوتې پېل کړي، د دورانيو ــ سدوزيو او محمدزيو ــ سلطنت په استبداد يادوي، حال دا چې احمدشاه بابا له کافرانو سره هم ظلم زور نه دی کړی. د دانش بې دانشه اسلامي امارت ته پام دی (هغه پام هم له پوره جهل سره) او د قُم اسلامي جمهوريت ته فکر نه کوي، چې د قُم اخوندانو کوم ظلمونه نه دي ترسره کړي، هغه خپل شيعه ګان هم نه دي ترې په امن ــ نو سنيانو ته يې څومره حقونه ورکړي او يا يې په راتلونکي کې ورکړي؟!!
نو بې دانشه دانش د خپلو اېراني ملايانو ظلم نه ويني، خو په احمدشاه بابا او نورو دوراني پاچاهانو پسې تُهمتونه تړي.
دانش د امريکا د جنرالانو او واکمنانو په زور دومره ستره ونډه ترلاسه کړې، ځکه له هغو سره يې هر څه منلي يعنې د هغوی هرې غوښتنې ته يې لبيک ويلی.
دانش او صالح دواړه په لوړو څوکيو ناست دي او د بين الافغاني خبرو اترو له را پېلېدا راهيسې داسې څرګندونې کوي چې مذاکرات ونشي، هېواد ته سوله رانشي، په جګړو کې د دوی ګټه ده، څه ښه وايي: (اوبه خړې کړه او کبان په کې ونيسه) او همدا شان بل ځای وايي: (تفرقه واچوه، حکومت وکړه). دوی دواړه هم اوبه خړوي او هم د افغانانو ترمنځ تفرقه اچوي او خپل واک ته طول ورکوي.
د دورانيو ــ سدوزيو او محمدزيو ــ په (۲۳۰) کلنه واکمني کې ډېرې لوړې ژورې تېرې شوې، درې ځله انګرېزانو يرغلونه کړي خو همدې پاچاهانو د خپل غيور او ننګيالي ملت د مټو په زور ځغلولي او داسې يې ځغلولي، چې آن په قارة الهند کې يې هم بيا پښې ټينګې نه شوې او له هغه ځايه هم وتښتېدل، هغوی متجاوزين وو له هغو سره استبداد په کار وو، له هغو سره شدت او غلظت په کار و؛ ځکه الله جل جلاله وايي: [يايها النبي جاهد الکفار والمنفقين واغلظ عليهم ومأوهم جهنم وبئس المصير] د التحريم سورت (۹) آيت. ژباړه: اې نبي! له کافرانو او منافقانو سره جهاد وکړه او د دوی په مقابله کې سخت شه او د دوی هستوګنځی جهنم دی او هغه ډېر ناوړه هستوګنځی دی.
ولې دورانيو پاچاهانو به ظلم زور کړی وي، خو له سرغړاندو کسانو سره به يې کړی وي، ستاسو رهبر (مزاري) د کابل له هستوګنو سره هغه چارې وکړې، چې هيچا هم نه وې کړې.
ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button