کرېکټ: د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ پنځه ورځنۍ لوبه وځنډېده

عزم (‌‌‌شنبه، ۰۵، تله، ۱۳۹۹ل): د اسټرالیا کرېکټ بورډ اداره وايي، ټاکل شوې وه چې د روان کال په نومبر میاشت کې د اسټرالیا او افغانستان ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ «پنځه ورځنۍ لوبه» ترسره شي، خو په دغه هېواد کې د کرونا د کرونا وایروس له امله یې دغه لوبه راتلونکي ۲۰۲۱ز کال ته تر نامعلومې نېټې ځنډولې ده.

د اسټرالیا له کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سیالي د راتلونکې نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پیلېده، خو په دغه هېواد کې د کرونا وایروس له امله یې دغه سیالي تر راتلونکي کال تر نامعلومې نېټې ځنډولې ده.

تېره میاشت د زمبابوي کرېکټ بورډ ادارې هم له افغان لوبډلې سره د پنځو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ د کرونا وایروس له امله ځنډولې وه.

په نړۍ کې د کرونا وایروس خپرېدو راهیسې د ګڼو ورزشونو لوبغالي تش دي، خو تېره میاشت د پاکستان او انګلستان او انګلستان او اسټرالیا ترمنځ کرېکټ یو ځل بیا پیل شو.

ټاکل شوې وه چې په روان کال کې د اسیا شل اوریز جام او نړیوال شل اوریز جام هم ترسره شي، خو د کرونا له امله دواړه جامونو راتلونکو کلونو ته وځنډول شول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button