د غزني د الوبخارا سږني حاصلات څه باندې دوه زره ټنو ته رسېږي

عزم (‌‌‌شنبه، ۰۵، تله، ۱۳۹۹ل): د غزني د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږکال په دغه ولایت کې د الوبخارا له ۲۶۰بڼونو څه باندې ۲زره مټریک ټنه حاصلات راټول شوي دي.

د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالولي کوچی وايي، د غزني په ولایت کې د الوبخارا څلور ډولونه کرل شوي دي، چې تر ټولو نوموتي هغه یې «دل ګنجشک» دی او نړیوال بازار لري. د هغه په خبره، د غزني آلوبخارا له هېواده بهر هند، پاکستان، متحده عربي امارات، انګلستان، امریکا او کانادا ته هم صادرېږي.

د کوچي په خبره، د نورو ولایتونو په پرتله په غزني کې آلوبخارا ډېر تولیدېږي. «د دې ولایت آلوبخارا لوړه بیه لري، چې دمګړۍ د غزني په بازارونو کې یوه کیلو وچ آلوبخارا په ۲۰۰ افغانیو پلورل کېږي.»

په غزني د «پدیده غزنه» د شرکت مسوول حیات الله شفاهي وايي، د غزني د الوبخاراوو د تولید او پروسس په برخه کې لا هم ګڼې ستونزې شته، چې د همدې ستونزو له امله د دغه ولایت حاصلات په نامعیاري ډول او په ټیټه بیه له هېواده بهر صادرېږي.

د شفاهي په خبره، د «پدیده غزنه» شرکت د فصل د راټولو په موسم کې د ورځې په منځنۍ کچه تر ۱۰۰ منه آلوبخارا پروسسوي.

د هېواد په کچه د الوبخاراوو څلور زره او ۲۹۴ بڼونه شته، چې د في هکټار حاصل یې اووه مټریک ټنه اټکل شوی دی.

آلوبخارا د کابل، غزني، لوګر، پروان، کندهار، زابل او میدان وردګو په ولایتونو کې تولیدیږي. په دې ډله کې غزني تر ټولو زیات او باکیفیته آلوبخارا تولیدوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button