چپي تقابل؛ اسلام او ملتپالنه!

وحيدالله مصلح
د تاريخ د سړو او نه سړو په دې وېش کې زمونږ د تاريخ په هر څپرکي کې د تاريخ سړي او نه سړي تکرار شوي، خو لږ تر لږه زمونږ د هېواد د شلمې پېړۍ د تاريخ نه سړي په کې بيا هغسې ذليل راغلل چې شوروي غلامي يې د افغان انسان لپاره د انسانيت ملاک ګاڼه، او دوی په کې د ملي ګټې پر ځای شوروي انټرناسيونالېسم ته وناڅل، په دې حساب نو بيا شاه شجاع پر دوی سل ټوټې شرافت درلود، هغه خو لږ تر لږه افغان پاڅون کوونکو مشرانو ته له شرمه د پردې له شا غږېده او چې کله يې ورته توره ډالۍ کوله نو دا په دې مانا چې هغه غلامي د شاه شجاع انتخاب نه وو او هغه د انګليس سره په جګړه کې د ښکېلو ازادي غوښتونکو سره په پرتله کې ځان نه سړی حساباوه.

د ثور د اومې کودتاچيان په دوه لويو معنی ګانو کې له ملته پردي وو، په نظرياتي لحاظ دوی د کمونېزم او الحاد ايډيالوژي لرله او په وطني او ملي لحاظ دوی انټرناسيونالېسټان وو، دا د افغان تاريخ بېخي ناوړه پېښه وه چې د لومړي ځل لپاره په کې يوه ډله ملګري او رفيقان راپاڅېدل او په جار يې له دين نه د انکار فلسفه ويله، دوی د مارکس او لېنن کيسې کولې او دوی د سوسيالېزم او کمونېزم الحادي بګتۍ غږولې، دوی د ملي حاکميت او خپلواکۍ پر ځای انټرناسيونالېزم او کمونيستي نړيوالتوب غوښت او دوی ته وطن او ملت د ارتجاع معنی درلوده، د دوی په اند ريښتينی افغان او وطنپرست افغان همغه وو چې افغان شوروي دوستۍ ته پرېوتی وي.

دا کومه احساسي وينا نه ده، مونږ يوازې په لرې تاريخ کې نه بلکه په دا نزدې تاريخ کې د همدې کشمکش سړي او نه سړي لرلي، له کمونېزم او شوروي سره په ټکر کې له يوې خوا دلته د ملت سړي وو او بلې خوا ته شوروي ملګري، که څوک دا نه مني چې کمونېزم د الحاد مفکوره نه ده او که څوک دا نه مني چې له تره کي تر امينه او له کارمله تر نجيبه دا ټولې کرښې د کمونېزم کرښې نه وې نو دوی د تاريخ لوی بېسوادان دي، او څوک چې بيا دا هم نه مني چې ګنې دوی انټرناسيونالېسټان نه وو نو دا هم د وطن د چپي جريان له نظرياتي او ګوندي ابجدياتو يا طبيعي بې خبري او يا عمدي بې خبري ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button