نه سړي؛ ويجاړ بنسټونه او کابل جګړې!

وحيدالله مصلح
د تاريخ دې نه سړو چې کله په خپله ټوله ايډيالوژيکه انا کې ځانونه وپرزول، ملت يې ژوبل او وطن ړنګ کړ، او کله چې دوی په کې کابل په هغسې ويجاړ شکل د مجاهدينو داخلي جګړو ته وسپاره، نو دا د نادرخان او ظاهرشاه له اوږدو شاهي دورو نه په زور د غصب شوي جوړ نظام هغه ورانه برخه وه چې دوی په کې په خپلو نظامي کاواکيو او نظرياتي بېلاريو دغسې معنوي او فزيکي ويجاړ بنسټونه تر شا پرېښودل، د واک د ميراث دا پرتله هم په زړه پورې ده چې چپيانو د داودخان لپاره د کودتا په پايله کې د څلوېښت کلونو روغ نظام د کودتا خوراک کړ، او بيا يې د غوايي کودتا په پايله کې د داودخان روغ نظام د دوامدارې جګړې په درشل وغورزاوه، دوی چې خپله بيا خپل نظام مجاهدينو ته پرښوده نو له جګړو ډک وطن او وژنې يې ورپرېښودې، په دې دوره کې چې ډاکټر نجيب الله د چپيانو وروستی ولسمشر وو د څو کانالونو ويشلی حکومت يې د مجاهدينو بېلابېلو کانالونو ته ورخوشې کړ، او په دې ډېرو لارو تسليم شوي جنرالان په کې په خپلو قومي غوښتنو کې جهادي تنظيمونو ته لاړل، د نجيب د حکومت دغه بې سري يوازې د دې ډېر ويشلي حکومت ماته هم نه وه، بلکه هلته چې نجيب په کې قومي ملېشې رامنځته کړې وې همغه قومي ملېشو د اردو بېخ وويست او کله چې نجيب کتل چې د ملګرو ملتونو (بېنن سېوان) معاهده په کې د يو شمېر جهادي او پرچمي قومي جريانونو په ايتلاف کې ماتېده او نجيب چې په دې ماته کې تښتېده نو کومه قومي ملېشه چې ده جوړه کړې وه همغې يې مخه ونيوله او دی يې له فراره د ملګرو ملتونو په کابل دفتر کې قرار ته ورتمبه کړ.
د کابل په جګړه کې چې بيا جهادي تنظيمونو کوم اورونه بل کړل او دوی چې په دې مرحله کې د خپل ملت له ارزښتونو سره کومه جفا او له خپلو نهضتي ارمانونو کوم شاګرڅ وکړ دا هم د تاريخ تر ټولو دردوونکی څپرکی دی، دا د نهضت په تاريخ کې د نهضتي منطق او فلسفې هغه وېجاړنه وه چې د نهضت د خپلو بچيانو پر بمونو والوت، خو د کابل په جګړو کې د چپي ملېشو او په ځانګړي ډول د پرچمي ډلګيو خپله برخه همغسې د حساب وړ ده څومره چې د جهادي تنظيمونو ورانه برخه په کې حسابېږي. د کابل په جنګونو کې د جنرال عبدالرشيد دوستم، جنرال مومن، جنرال نبي عظيمي، جنرال بابه جان او نورو برخه د چپي جريان استازې کرښه وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button