اشرف غني: هېڅ قوت مو د نظام ماهیت نه شي بدلولی

عزم یکشنبه، ۶، تله، ۱۳۹۹):د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په بهیر کې د ارګ د خنډونو اچولو بهیر لا هم جریان لري او په یوه تازه اعلامیه کې اشرف غني خبرداری ورکړی چې چاته به د جمهوريت “دیموکرات” نظام د بڼې د بدلون اجازه ورکړي.
غني دا خبرې له دوحې څخه راستنو شویو خبریالانو ته کړې او زیاته کړې یې ده چې « هېڅ قوت د نظام ماهیت او د اساسي قانون لومړی او دویم څپرکی نشي بدلولی او د جمهوریت غېږ ډېره پراخه ده.»

غني داخبرې وروسته تر هغه کړې چې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد یوځل بیا ټینګار کړی چې دوی نه غواړي پر افغانانو د خپلې خوښې نظام ومني او هغوی خپله باید دا پریکړه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اساسي قانون دوه لومړنيو فصلونو کې د دولت په جوړښت او د اتباعو پر حقونو بحث شوی دی.

د افغانستان دولت اسلامي جمهوري بلل شوی، دین یې اسلام او د نورو ادیانو پیروانو ته د قانون ا احکامو په حدودو کې ازادي ورکړل شوې او دغه راز ملي حاکمیت هم د ملت واک بلل شوی.

د اتباعو د حقونو په برخه کې د نورو حقونو ترڅنګ د سړو او ښځو د یو شان حقونو، د بیان ازادي، د کار حقونه، د ماشومانو حقونه او د زده کړو حقونه شامل دي.
شنونکي وایي پر دیموکراتیک نظام د اشرف غني ټینګار د لویدیځو هیوادونو په اشاره دی او په یوه تازه مرکه کې د ناټو استازي هم خبرداری ورکړی چې هر هغه تړون چې د طالبانو او افغان جهتونو ترمنځ لاسلیک کیږي، که زمونږ د غوښتنو او وړاندیزونو سره برابر وه، منو یې او ملاتړ یې کوو او کنه نو افغانستان به سخت زیان وویني. »

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: