د تلې ۶مه، په افغاني تاریخ کې یوه بې سارې ورځ!

عنایت الله خاموش
کابو ۲۴ کاله پخوا؛ په همدې ورځ له کنډواله، په وینو رنګ او زخمي کابل څخه د ظالم ټغر ټول شو. له دې مخکې، دلته د کمونستانو او ټوپکیانو له لوري انډوخر جوړ و. د دوی هر یوه یې کوښښ کاوه ځان واک ته ورسوي او دې هدف ته د رسېدنې لپاره یې له هیڅ ظلم څخه درېغ ونه کړ. چا ژوندي انسانان تر خاورو لاندي کړل، چا یې په سرونو کې میخونه ټک وهل، د چا د لاسته با عفته مېرمنو د خپل عزت د خوندیتوب په موخه؛ له بلند منزلونو ځانونه را وغورځول، چا کورونه او عزتونه لوټ کړل، چا له ځانونو سپي جوړ کړل خلک یې داړل، چا له هلکانو سره ودونه کول، ځینو بیا په مړو جسدونو اتڼ کاوه او چا نورې داسې نادودې وکړې، چې قلم یې پر لیکلو شرمیږي .
کابل، بلکې ټول افغانستان یو بل رنګ ځانته غوره کړی و. د دې باعزمه هیواد وګړي چې له کلونو جګړو وروسته یې نور د ظالم په مقابل کې د پاڅون او غږ اوچتولو توان له لاسه ورکړی و، په دې انتظار د الله تعالی رحم ته سترګې په لاره وو، چې له یو لوري به په دغو ظالمانو او وینه زبېښونکو؛ د خالد لښکر راشي او دوی به یې له شره خلاص شي. هغه و چې د میوندۍ ملالې، غازي ایوب خان او اکبرخان له ټاټوبي د پاڅون غږ پورته شو. دا پاڅون دومره ګړندی او له ولولو ډک و، چې په لنډ وخت کې یې ځان د کابل تر دروازو را ورساوه.
په کابل کې ټولو لېوانو، غلو او لوټمارانو، په دې موخه چې ځان له عدالت څخه وژغوري، یو نوی اتحاد یې وکړ، خو سره له دې هم اړ شول تر څو خپلې بسترې د کولاب او تاشکند په طرف بار کړي.
د تلې د ۶مې سهار و، چې کابل د امن ساه واخیسته او هر ځای په جوپو – جوپو خلک، له ظلم څخه د نجات په خوشحالیو بوخت و. چا سرسخت قاتل ته د جزا ورکولو ننداره کوله، چا له مودو انتظار وروسته د طبیعت منظره کوله او څوک بیا ژغورونکو سپاهیانو ته په کتلو نه مړېدل. لنډه دا چې په همدې ورځ کابل یو نوی روح اخیستی و او د امن او خوشالۍ یوه بې سارې فضا خپروه وه.
په همدې ورځ د اسلامي امارت د بنسټ ډبره کېښودل شوه او له کابل څخه اوباشانو، ظالمانو او… کډه وکړه.
هوکې؛ دا ورځ په افغاني تاریخ کې یوه زرینه ورځ ده او په دې ورځ له افغانستان څخه ظالمان وتښتېدل. څوک مخ په اروپا، څوک په کولاب او څوک پاکستان او تهران ته ولاړل. کابل یې د دې خاورې حقیقي او رښتینو وارثینو ته پرېښود. دا هغه ورځ ده چې د باطل په وړاندې حق بری وموند او باطلې مفکورې ځینې په دار شوې او ځینې خپل د پلار و نیکه وطن ته ورغونډ شول. په همدې ورځ د ملوک الطوایفي په تابوت مېخونه ټک وهل شول او افغانانو خپله هغه ورکه پیدا کړه، چې کلونه یې ورته انتظار ایست او له لاسه یې ورکړې وه.
په همدې ورځ په افغانستان کې د سپېڅلي شریعت د حاکمیت ډبره یو ځل بیا کېښودل شوه او یو داسې سوچه اسلامي نظام حاکم شو، چې هر افغان مسلمان یې په انتظار کې کلونه تېر کړي وو.
د تلې ۶مه؛ د دې ورځې حماسه، ولوله، خوښۍ، دبدبه، ښکلا او دروند والی به په افغاني تاریخ کې تل تر تله ځليږي او تر څو چې په دې خاوره یو مسلمان هم پاتي وي، له دې ورځې به په ویاړ یادونه کوي او د خپلو پلرونو، نیکونو او همفکرو سوبه به په ویاړ لمانځي!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button