ویسا ورځپاڼه: په افغان سوله کې افغان چارواکي پر پاکستان د ډېر باور له امله تېروتنه کوي

عزم (‌‌‌سه‌شنبه، ۰۸، تله، ۱۳۹۹ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د ملي مصالحې شورا د مشر عبدالله عبدالله پاکستان ته په اوسني سفر بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، د ملي مصالحې شورا د رئیس د ټاکل کېدو وروسته د عبدالله عبدالله دا لومړی سفر دی.

«ډاکتر عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا رئیس په دوشنبه د یو لوړ پوړي هیأت په مشرۍ اسلام آباد ته ولاړ. دا د نوموړي د سیمه ییزو سفرونو د لړۍ لومړۍ مرحله ده. له دې وروسته به دی ایران، ترکمنستان او ځینو نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي. د مصالحې شورا د رئیس سفر پاکستان ته ډېر مهم دی. پاکستان د افغانستان د تیرو څلورو لسیزو په پېښو کې تر بل هر هیواد زیات نقش او اثر درلودلی دی. د کمونیستي رژیم ظلمونو حتی هغه افغانان مجبور کړل تر څو د پاکستان تر اثر لاندې سیمو ته پناه یوسي چې ډېر کلونه یې د پښتونستان داعیه پر مخ بیوله.»

د سرلیکنې له مخې، له تېرو څلوېښت کلونو راهیسې پاکستان د افغانستان په چارو کې تر هر هېواد ډېر ښکېل دی، خو په د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر میاشتې وروسته امریکا په لوی لاس افغانستان د پاکستان پر وړاندې د ضعیف کېدو هڅه کوي.

«کله چې د کال ۲۰۰۱ د سپتمبر یوولسمې پېښې وشوې او د امریکا پښه افغانستان ته را دننه شوه، ډېرو افغانانو د راحت ساه واخيسته او مطمئن شول چې د امریکا غوندې قوي ملګری او متحد به یې نور د ګاونډیانو له شره خلاص کړي. دا دی په افغانستان کې د امریکا د حضور څه کم شل کاله کیږي، د دغو دوو لسیزو په پای کې وینو چې افغانستان د پاکستان  په وړاندې له بل هر وخت نه په ضعیف موقف کې قرار لري. د افغانانو د هیلې او تمی بر خلاف امریکا نه یوازې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان ملا ونه تړله بلکې له اسلام آباد سره یې داسې پټې معاملې تر سره کړې چې نتیجه یې زموږ د هیواد تضعیف او یو ډول متشتت کېدل وو. امریکایي عسکرو چې د خپل حضور په لومړیو ورځو کې د افغانستان هغه پوځي پوستې چې د ډیورنډ کرښې پر غاړه واقع شوې وې لومړی پخپله اشغال او بیا یې ورو ورو پاکستاني ملیشو او پوځیانو ته وسپارلې، امریکایانو پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو مصارف پاکستان ته ورکړل، امریکایانو د نړیوال بانک په واسطه د پاکستان لپاره د افغانستان لخوا د اوبو د لویو بندونو د جوړولو مخه ونیوله، امریکایانو  هغه وسلې چې له افغانستان نه یې ایستلې پاکستان ته و سپارلې.»

د سرلیکنې له مخې، په ۲۰۰۹ز کال کې جوبایډن کرزي ته په ښکاره ویلي وو: پاکستان امریکا ته تر افغانستان ۵۰وارې مهم دی. «په دې توګه امریکا تل هماغه سیاست تعقیب کړ کوم چې « جو بایډن » په کال ۲۰۰۹ کې ولسمشر کرزي ته ویلي ؤ. د اوباما مرستیال افغان ولسمشر ته ویلي وو چې پاکستان تر افغانستان پنځوس وارې موږ ته مهم دی.»

د ویسا په باور، پاکستان زموږ په سیمه کې د امریکا او انګلستان هره پالیسي پرمخ وړي، خو افغان چارواکي یوه تېروتنه تل کوي چې پر پاکستان ډېر باور کوي. «د افغان سیاسیونو لویه اشتباه دا وه چې د کلونو په تیرېدو سره پوه نشول چې د امریکا سیاسي لوبه له افغانستان او پاکستان سره تل د اسلام آباد په ګټه روانه ده. حتی کله چې له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون د امضاء کولو موضوع مطرح وه، د امریکا او ددغه تړون د پلویانو د استدلال مهم ټکی به دا ؤ چې BSA افغانستان د پاکستان په وړاندې پیاوړی کوي. د وخت په تېرېدو سره ددغه استدلال ناسم والی ټولو ته ښکاره شو.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button