وکیلان: ملي امنیت شورا خپلسري پېل کړې

عزم (سه شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۹): د ولسي جرګې غړي ادعا کوي، چې: د ملي امنیت شورا زورواکي پېل کړې او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په چارو کې نېغ په نېغه لاسوهنه کوي.
دوی وایي: یاده شورا د هېواد په دویم ځواک بدله شوې او له دوو مهمو وزارتونو یې واکونه اخیستي دي.
وکیلان زیاتوي: د امنیت شورا خپلسري پېل کړې او په دې لړ کې یې حوزو د امرانو او پولیسو د قوماندانانو لرې کول او ګمارل هم پیل کړي دي.
د ولسي جرګې غړی محمد حنیف د جرګې پرونۍ غونډې ته وویل: «د ملي امنیت شورا په دویم ځواک بدله شوې او د دې شورا جوړول د اساسي قانون خلاف دي».
ده څرګنده کړه: یاده شورا د دوو وزارتونو او یو شمېر امیتي ادارو په کارونو کې عملا لاسوهنه کوي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړی منور شاه بهادري وایي: د ملي امنیت شورا واک د هېواد د امنیتي وضعیت څېړل دي؛ خو یادې ادارې د امنیتي او دفاعي سکټور (کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت) د قوماندانانو په ګوښه کولو او ټاکلو شروع کړې، چې سراسر د قانون خلاف کړنه ده.
نوموړي زیاته کړه: ملي امنیت شورا په اساسي قانون کې هیڅ ځای نه لري.
د دې ترڅنګ د ولسي جرګې ځینې نورو غړيو بیا د حکومت تشکیلات ناقانونه وبلل او ولسمشرۍ ماڼۍ یې تورنه کړه، چې د قانون خلاف او د ولسي جرګې له تصویب پرته فرمانونه صادروي، چې فساد ته په کې لاره هواریږي.
تر اوسه د ملي امنیت شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button