د دریو شهیدانو پلار سره څو خبرې…

مازدیگـر وو لمر د غره په څوڪـه خپلې زرینې وړانگـې غوړولې وې، مرغانو په لوړو چنارو ڪـې د خوښۍ نغمې ویلي، له یوه بل ملگـري سره د ڪـلي په څنډه ڪـې په سپینو بیرغونو پوښلې د شهیدانو هدیرې ته ولاړو، په هره شناخته(لوحه) د شهیدانو او ژوندیو ملگـرو یادگـارونه لیڪلـي ؤ ، په ملا ڪـړوپ یو سپینږیري د اوبو ډبه په لاس ڪـې د خپل درېیم ځوانیمرګ زوی د قبر سر ته ناست وو هغې ونې (درختې) ته یې اوبه راوړې چې د زوی د قبر خوا ڪـې یې اېښې وه.
داسې ښڪـاریده چې دي همدې درختې لویېدل یې دزړه ارمان وو.
خواته یې ورغلم په مخ ڪـې یې ناهیلي او ژور خفگـان له ورایه ښڪـارېده، هر یو مجاهد به یې د ستړي مشې په وخت ڪـې تر ډېره په غېږ ڪـې ڪـلک نیولی وو لڪـه د خپلو ځوانیمرگـو تنڪیو زامنو مینه چې پري ماتوي، له روغبړ وروسته مې ترې وپوښتل بابا د ڪـوم ڪـلي یئ؟
شېرزادو ولسوالۍ د توتو د سیمې د حاجي اڪـا د ڪـلي یم.
ڪـاڪـا دادي څه دی؟
دا مې د درېیم شهید (حقیار) زوی قبر دی له داعشیانو فتنه ګرو سره جنګ ڪـې شهید شو، دوه زامن مې (ګلزمان) او شیرآغا له امریڪـایي اشغالگـرو سره په جنګ ڪـې شهیدان شول په رېږدېدلو لاسو یې ورته اشاره وڪـړه هآغه وړاندي د شنو درختو په منځ ڪـې چې سپین بیرغونه ښڪـاري هغه یې قبرونه دي.
نور زامن لرئ؟
هو یو بل زوی لرم.
ڪـاڪـا څه احساس ڪـوئ او څه غوښتنې لرئ؟
هېڅ هم نه زامن خدای تعالیٰ راڪړي وو خدای تعالیٰ راڅخه واخیستل سترگـي یې له اوښڪـو ډڪـي شوي له اوږده آسویلي ورسته یې زیاته ڪـړه: بس دا یو آرمان لرم چې په وطن ڪـې آرامي راشي او د اسلامي نظام څښتنان شوو.
له اوږده مجلس ورسته مو خدای پاماني ترې واخسته په تلو تلو ڪـې ډېر راته ټینګ شو چې راسره تم شئ شپه راسره وڪـړئ، خو دا چې موږ سفر درلود په نمجنو سترگـو تري رخصت شوو.

یحی تکل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button