کندوز ته د لومړي ځل لپاره ملکي الوتنې پیل شوې

عزم (‌‌‌چهار‌شنبه، ۰۹، تله، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، کندوز ته د لومړي ځل لپاره ملکي الوتنې پیل شوې.

د دې ادارې مشر محمد قاسم وفايي‌زاده وايي، د کندوز ملکي هوايي ډګر زیاتې برخې رغول شوي او د پاتې برخو د رغولو چارې روانې دي. «کندوز هوایي ډګر ته پراختیا ورکول له یاد ډګر څخه د حاجیانو د لېږد اسانتیا او د شمال ختیځ زون د خلکو ستونزو د حل لپاره به د یاد ولایت له هوایي ډګر څخه نړیوالو الوتنو ته هم زمینه برابره کړي.»

د کندوز والي عبدالستار میرزکوال وايي، کندوز د هېواد یو له مهمو ولایتونو څخه دی، چې د هېواد له نورو ولایتونو او سیمه‌ییزو بازارونو سره به وصل شي، ترڅو له ګوښه‌توب وژغورل شي، کورنیو محصولاتو او صادراتو ته د زمینې برابرولو ترڅنګ د حاجیانو لپاره کمپ جوړول او له کندوز د حاجیانو لېږد یې مهمې موخې دي.

د ده په خبره، تراوسه کام ایر هوايي شرکت خپلې الوتنې کندوز ته پیل کړي او هیله لري، چې نور کورني شرکتونه هم دغه ولایت ته خپلې الوتنې پیل کړي.

د ژمي د موسم پر مهال د کابل ـ کندوز لویه لاره د سالنګ په سیمه کې د ډېرې واورې ورېدو له امله په اوونیو ـ اوونیو تړل شوي وي، چې مسافر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button