جوبایډن ټرمپ ته: د پوتین لاسپوڅی یې”

عزم (چهارشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۹): نن د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړو کاندیدانو ډونالډ ټرمپ او جوبایډن ترمنځ لومړنۍ ټلویزیوني مناظره ترسره شوه، چې له سختو لفظي ګوزارونو سره مله وه.
دغه مناظره چې د اوهایو ایالت د کلویلند پوهنتون په تالار کې یې له سلو د کمو کسانو پرمخ شاوخوا ۹۰ دقیقې دوام وکړ؛ کوربه توب یې د فاکس نیوز خبریال کریس والس کاوه، چې څو ځله د ټرمپ او جوبایډن ترمنځ یو پر بل د تورونو لګولو له امله غوسه شو.
د مناظرې پېل کې د لاس ورکولو دود هم ترسره نه شو.
د مناظرې شروع له لفظي بریدونو او مسخره کولو وشوه او په دوام کې یې جوبایډن ټرمپ یو مسخره، درواغجن او د پوتین لاسپوڅی وباله.
د مناظرې اوږدو کې ډونالډ ټرمپ بیا بیا د جوبایډن خبرو کې ور لوېده، چې له امله یې جوبایډن هغه ته وویل: “خوله بندوې” که نه؟
بل لور ته ټرمپ جوبایډن کیڼ اړخی افراطي او له افراطیانو سره تړلی وباله.
په مناظره کې تر ډېره د کرونا ویروس پر مدیریت، اقتصادي کمزوریو، توکمپالنې او د قانون د حاکمیت پر مسئلو بحث وشو.
د کرونا په اړه جوبایډن وویل: د ټرمپ ادارې د ناسم مدیریت له امله کرونا ۲ لکه امریکایان ووژل؛
خو ټرمپ بېا ځواب ورکړ، چې: که ستا حکومت وای ؛ ښایي د وژل شویو شمېر دوه میلیونه وای.
د مناظرې په لړ کې د ټرمپ د مالیې ورکولو په اړه هم سختې پوښتنې وشوې او د هغه حکومت د کاري چانسونو په برابرولو کې ناکام وبلل شو.
باید وویل شي، چې: د امریکا ولسمشریزې ټاکنې شاوخوا یوه میاشت وروسته د نومبر په درېیمه نېټه ترسره کېږي، چې د کرونا وبا له امله تر ډېره له پوستي رایو یا د لیک له لارې رایې اچونې سیسټم نه پکې کار اخیستل کیږي.
که څه هم د ټرمپ سیال جوبایډن وایي: که ټرمپ یې وبایلي، باید له سپینې ماڼۍ ووځي؛ خو ټرمپ تېره اونۍ د ټاکنو د پایلې له منلو ډډه کړې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button