آخر د څه لپاره ځانونه وژنئ؟!

عنایت الله خاموش
کلونه وشول، چې د وطن غولېدلي ځوانان مو د ځان ښودنې، څو پیسو، عصري ژوند او ښه موقف ترلاسه کولو په موخه غولیدلي او د تبلیغاتو په دام کې دومره ټینګ بند شوي چې حتی خپل سکني وروڼه یې هم په شهادت ورسول، هغه نور افغانان خو له حسابه وتلي. دغه په اصطلاح عسکرو ته، له امريکا او نورو غربي هیوادو څخه د راغلیو یرغلګرو او داخلي لوړ رتبه غلامانو له لوري مختلف لقبونه ورکول کېږي او د ځان ساتنې و واک ساتنې په هدف یې په شا ټپوي او د اشغالګرو په ننګه یې د جګړې لیکو ته سوق کوي.
دوی ته تر هغې د خپل عسکر، حامي او ساتونکي ژوند مهم او ننګه یې کوي، څو چې د دوی موخې په نښه کوي او د دوی ښه چوپړ کولی شي. د کابل د غلامي ادارې له رامنځته کېدا تر دې دمه، د هغه غلو او فساد ګرو ترڅنګ چې د غلا و فساد په موخه یې د اشغال په ننګه وسله اخیستې او خپل هیوادوال شهیدانوي، هغو ځوانانو هم خپل ځانونه په بې خبري کې له منځه یوړل، چې د همدغه غلو او فاسدینو له لوري لقبونه ورکول کېدل او په شا یې ټپول.
کابو هره ورځ په رسنیو کې دا راپورونه خپرېږي چې د عسکرو د مرګ-ژوبلې یادونه پکې شوې وي. دوی ځینې په بې خبري کې او ځينې د غلا و فساد لپاره ځانونه د ټوپکو شپېلیو ته درولي.
خو دوی خبر نه دي چې د څه لپاره وژل کېږي؟ ایا که ووژل شي څوک یې ننګه کوي؟ له یتیمانو او وارثینو سره یې غوره چلند شوی؟ له یوې هفتې وروسته یې بیا چا پوښتنه کړي؟ او…؟ دا پوښتنې هغو عسکرو ته متوجه دي چې اوس یې هم سر ټمبه کړی او ځانونه د داسې چا او هدف لپاره وژني چې نه یې دنیوي او نه یې هم اخروي ګټه پکې شته.!
دا اولس، اتلس کاله کېږي همدغه عسکر وژل کېږي او لا هم دوام لري، مګر د ژوندیو یې دومره عقل کار ونه کړ چې زموږ له وژل شویو هغو نورو ملګرو سره کوم سلوک شوی او له موږ سره به څه کېږي؟
نو هغه عسکر چې اوس هم د باطل لپاره ځانونه وژني او د داسې یوه نظام و صف لپاره دنیا و اخرت خرابوي، چې حتی په ژوندوني یې هم د اړتیا له پوره کېدو وروسته په تش ډاګ پرېښودل او یا یې خپله ووژل؛ باید نور په هوش راشي او هوښیار شي چې ځانونه د داسې چا لپاره وژني چې جسدونه یې په لغتو وهي. دوی باید پوه شي چې په تبلیغاتي ډګر کې ستاسو کېدونکې ستاینې، ستاسو د غولولو لپاره دي؛ هیڅ حقیقي بڼه نه لري. دغه کسان چې تاسو دهمدوی لپاره ځانونه وژنئ، که همدا سبا زور پرې راشي نو یا به لکه هغه پخواني د تېښتي لاره لټوي او یا به تر خپلو بادارانو مخکې اصلي کورونو ته ځانونه رسوي او تاسو به د ملت محکمې ته تور مخ پرېږدي.

نو لا هم وخت لرئ، توبه وکړئ او د ملت پر خلاف له جنګ جګړې لاس واخلئ او له دې فاسد رژیم څخه لار جلا کړئ!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button