هلمند: موټربم برید کې ګڼ شمیر عسکر وژل شوي

عزم پنجشنبه،۱۰، تله، ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې د هلمند ولایت دنهرسراج ولسوالۍد وزیرو دمانده سيمه کې د ملي امنیت اړوند ملیشو پر قرارګاه موټر بم برید شوی او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
خبر زیاتوي، دغه پوسته کې د سنګوریانو په نوم ځانګړی ملیشه ځواک اوسیده چې د چارواکو په وینا، د برید له امله یې ۹ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
چارواکو دغه راز ویلي چې وژل شویو کسانو کې ۴ملکیان چې دوه میرمنې هم په کې وې،شامل دي؛ خو دا نه ده واضحه شو چې یادو ملکي وګړو دغه امنیتي مرکز کې څه کول.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې برید یې د تکتیکي موټربم په توسط ترسره کړی او تر وروسته یې وسلوال کسان یاد امنیتي مرکز ته دننه شوي او پاتې عسکر یې په مخامخ برید کې وژلي دي.
طالبانو ویلي چې په چاودنه او عملیاتو کې یې دسنګوریانو د مشهور قومندان نعیم حقیار په ګډون ۲۵ تنه سنګوریان وژلي او مرکز یې له ټولو مهماتو سره یوځای له منځه وړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button