افغان سوله او سرگردان حکومت

خط اول

په ۲۰۱۴ز کال کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر رسمي پرانیستل شو، خو هغه وخت یې حامد کرزي مخالفت وکړ. د کرزي د واک وروستۍ ورځې وې او پلمه یې یوازې د طالبانو د رسمي بیرغ پورته کول یاد کړل.

کله چې طالبانو په قطر کې سیاسي دفتر پرانیست، نو گڼو هېوادونو ته یې سفرونه هم کول او د گڼو نړیوالو بنسټونو غړي به قطر ته ورتلل. اشرف غني د ۲۰۱۴ز کال په ټاکنو کې ویل: د سولې لپاره له خپل سره هم تېرېږي.

د ولسمشرۍ د اوږدو او دوه ځلي ټاکنو وروسته اشرف غني د واک په گدۍ کېناست، خو په دویمه ورځ یې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. په دویمه ورځ یې د هغو خلکو په هیلو خاورې واړولې، چې اشرف غني ته یې د سولې سترگې وې.

له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کول په ښکاره د سولې مخالفت و؛ ځکه د طالبانو روانه مبارزه د امریکايي ښکېلاک پر وړاندې وه، خو حکومت امریکايي عسکرو مهمې اډې د لسو کلونو لپاره ورکړې او غوښتل یې چې امریکايي او نور بهرني عسکر لا هم په افغانستان کې پاتې شي.

په ۲۰۱۴ز کال کې امریکايي او ناټو عسکرو د لېږد بهیر پیل کړ او جگړه یې افغان عسکرو ته وسپارله. بهرني عسکر په خپلو اډو کې پاتې شول او یوازې به یې هوايي بمبارۍ کولې. د افغانستان په روان اشغال کې له امریکا سره ډېرو هېوادونو خپل ملاتړ پای ته ورساوه او خپل عسکر یې له افغانستان وایستل. د امریکا په مشرۍ په دې نړیوال اشر کې امریکا ورځ تر بلې یوازې پاتې کېده او نور د یوې داسې پلمې په لټه کې وه، چې دوی هم خپلې کډې بار کړي.

که یې څوک مني او که‌یې نه‌مني خو دا ښکاره ده، چې امریکا په افغانستان کې ماتې وخوړه. داسې شرمونکې ماتې چې امریکا یې سوچ هم نه و کړی. تاریخ بې‌رحمه قاضي دی او دا پرېکړه به تاریخ کوي، چې د امریکايي ښکېلاک پر وړاندې د طالبانو قربانۍ بې‌حده وې/دي. طالبانو ټول هغه امکانات وکارول کوم یې چې په لاس کې لرل. زرگونه طالب جنگیالي بندیان شول، شهیدان شول او ټپیان هم شول.

طالبان له خپلې پرېکړې او لارې یوه ذره هم په شا نه شول. اوس هم امریکا ته ښکاره وايي: که پاتې کېږئ، نو د سلو کلونو د نورې جگړې وړتیا هم لرو. دا امریکا ته ښکاره پیغام دی، که امریکا له جگړې ستړې شوې، خو طالبان لا هم له جگړې ستړي شوي نه‌دي او تر هغه وخته به جنگېږي، چې هېواد یې ازاد کړی نه وي.

که اشرف غني شپږ کاله وړاندې د سولې خبره په رښتیا کړی وی، نو اوس به جگړه تر ۲۰۲۰نه غځېده. حتماً به خبره یو لوري ته شوې وه. پرو سږکال د کب په لسمه د فبروري په ۲۹ په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شو. د حکومت د بې‌ځایه مخالفت له امله بین الافغاني خبرې اووه میاشتې وځنډېدې، خو د طالبانو پوره ۵زره بندیان بیا هم خوشې شول.

که اوس هم پر حکومت د امریکا فشار نه وی، نو د اشرف غني په مشرۍ حکومت یې شل کاله وروسته هم سولې ته غاړه نه ږدي. ځکه دغه حکومت له سولې وېره لري او لا هم امریکا ته د دې ډاډ ورکوي، چې تاسې پیسې راکوئ او جگړه به موږ درته کوو. افغان چارواکي لا هم د سولې په اړه دروغ وايي.

دوی ته لا هم د سولې ادرس نامعلوم دی او لا هم نه پوهېږي چې طالبان څه غواړي او چېرته دي؟ دوی اوس هم د سولې په نورو ادرسونو پسې سرگردانه گرځي او داسې فکر کوي، چې سوله د نورو هېوادونو په لاس کې ده او دوی ته به یې ډالۍ کړي.

اوس د سولې لپاره غوره فرصت برابر شوی، خو حکومتي پلاوی په شلو ورځو کې تراوسه له طالبانو سره په گڼو برخو کې هوکړې ته رسېدلی نه دی. حکومت لا هم فکر کوي چې طالبان به په یو ولایت، وزارت او یوې ولسوالۍ راضي شي. خو دې ته یې پام نه دی هغه څوک چې د ټول افغانستان داعیه پرمخ وړي، هغه کله په یوې څوکۍ راضي کېږي؟ په ټوله کې کفار ډېر ناځوانه دي.

امریکا په خپل تاریخ کې خپل ټول غلامان یوازې پرې اېښي او دوی ترې پښې سپکې کړي. حکومت ته پکار ده چې نور د سولې بې‌ځایه مخالفت نه کوي؛ ځکه د امریکايي عسکرو کډې بار دي او دوی په تش ډگر پاتې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: