کورنۍ او بهرنۍ ورځپاڼې: پاکستان له افغانستان سره د اړیکو نوی باب پرانیزي

عزم (جمعه، ۱۱ تله، ۱۳۹۹): یو شمېر نړیوالو او کورنیو رسنیو د پاکستان او افغانستان د وروستیو اړیکو او ګاونډي هېواد ته د عبدالله عبدالله د سفر په اړه مطالب خپاره کړي او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیستل کیږي.
دنیا ورځپاڼې وړمه ورځ پاکستان ته د عبدالله عبدالله د دری ورځني سفر په اړه لیکلي و: پاکستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره ژمنه وکړه، چې د افغانانو په مشري د سولې له هرې مثبتې پروسې ملاتړ کوي. د ورځپاڼې د لیکوال په اند: د پاکستان ژمنې ډیرې غوړې او تر بل هر وخت پستې شوې دي.
مسیر او هشت صبح ورځپاڼو هم په خپلو مطالبو او لیکنو کې د دواړو هېوادونو نویو اړیکو ټینګولو ته خوشبني ښودلې وه او څرګنده کړې یې وه، چې پاکستان خپله راتلونکې په یو باثباته افغانستان کې ګوري؛ نو ځکه د سولې په خبرو کې د مرستې ټټر ډبوي.
بل لور ته د پاکستان ډان او ایکسپرېس ورځپاڼو هم په خپلو ځانګړو لیکنو کې ویلي و، چې د اړیکو نوی باب پرانیستل شوی او دواړه هېوادونه د ګډ برخلیک لپاره کار کوي.
د ډان ورځپاڼې یو بل مطلب کې راغلي چې: افغانستان او پاکستان د یوه او بل د ژوندي پاته کېدو لپاره مهم دي او مهمه ده چې د بې باوري فضا ختمه شي.
په لویدیځو ورځپاڼو کې ډیلي میل او دیپلومات په دې اړه لیکنې خپرې کړې. ډیلي میل په یو مطلب کې د عبدالله عبدالله هغه خبره راخیستې چې ویلي یې و: « اوس د دې وخت راغلی، چې دواړه هېوادونه له شک کولو تېر شي او بیا د تېر په څير کړکېچن کلونه تکرار نشي».
باید وویل شي چې عبدالله عبدالله ۱۰ کاله وروسته پاکستان ته ۳ ورځنی سفر وکړ، چې د یاد هېواد له ولسمشر، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او پوځي چارواکو سره یې پکې ولیدل.
په دغو ټولو لیدنو کې دواړو اړخونو ژمنه وکړه، چې نور به د یو بل د هوساینې له پاره ګډ کار وکړي او په ښه نېت به نوې اړیکې پیل کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button