ننګرهار: غني خیلو کې درنې چاودنې تلفات اړولي

عزم شنبه،۱۲، تله، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې نن غرمه مهال د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ د ملي امنیت پر مرکز موټربم برید شوی او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

ددغه ولایت د والي ویاندعطاءالله خوګیاڼی رسنیو ته ویلي، تر چاودنې وروسته څو تنو وسلوالو کسانو غوښتل د ولسوالۍ وداني ته داخل شي، چې دده په وینا، پولیسو یې مخه نیولې ده.

خوږیاڼې ويلي چې پیښه کې ۱۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي چې ملکیان هم په کې شامل دي.
عیني شاهدان وایي، چاودنه کې د ملي امنیت مدیریت او د ولسوالۍ د مرکز زیاته برخه نړیدلې او لا هم تر خاورو لاندې د قربانیانو پلټنه روانه ده.
تر اوسه د پیښې مسؤلیت هیڅ کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button