د نړۍ تر ټولو چاغ کس کرونا ته ماتې ورکړه

عزم (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۹): د امریکايي رسنۍ لیکي، چې د نړۍ تر ټولو چاغ تن کرونا ته ماتې ورکړې ده.
د میکسیکو اوسېدونکی هوآن پيډرو فرانکو چې په شکرې، لوړ فشار او سږو ناروغۍ اخته دی، وزن یې ۲۰۸ کیلو ګراممه دی.
فرانکو چې د یو نړیوال وزن لرونکی کس دی، دوه اونۍ وړاندې د کرونا تصدیق پکې شوی و او اوس، اوس تازه خبر خپور شوی چې نوموړی له کرونا بېرته رغېدلی دی.
د خبر پر اساس: فرانکو د کرونا وبا پر مهال له شدید سر درد او ساه بندي سره مخ و؛ خو د ماهرو ډاکټرانو له څارنې لاندې د نوموړي درملنه روانه وه، چې بالاخره وژغورل شو.
ویل کیږي، چې فرانکو د نړیوالو ریکارډونو د ثبت په کتاب (ورلډ ګېنز بک) کې د نړۍ تر ټولو چاغ انسان منل شوی دی.
دی چې ۳۶ کاله عمر لري، معالج ډاکټر یې رسنیو ته وویل: له کرونا د فرانکو رغېدل حیرانونکې ده.
انتونیو زیاته کړه: په شکرې، لوړ فشار، سږو، ګردو او زړه مرض اخته ناروغان تر ډیره د کرونا له امله مړه کیږي؛ خو دی وژغورل شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button