طالب څه دی؟ خو د امن دوهم نوم دی/ مسرور درمل

 

طالب څه دی؟ خو د امن دوهم نوم دی
مېړنی دی، هر قوت یې تر مخ موم دی

دغه خاورې د ګلاب غوندي بوی کاندي
شهيد شوی پرې د ډېرو حورو زوم دی

د بېعقلو احمقانو مجموعه ده
د کابل په اداره کې سړی کوم دی؟

يو باچا دوه مرستیالان پکې خوشحال دي
جمهوريت درې نفريز چټل باتروم دی

د بري فکر چې ونکړې رقیبه!
زهرجن آرمان لرې هدف دې شوم دی

مسرور_درمل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button