حقوق‌پوهان: د حکومت له لوري سرپرستي ناقانونه ده

 

عزم (‌‌‌‌شنبه، ۱۳، تله، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د حقوق‌پوهانو ټولنه وايي، د حکومت له لوري سرپرستي ناقانونه ده او حکومت باید ژر تر ژره خپله کابینه ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره وروپېژني.

د افغانستان د حقوق‌پوهانو ټولنې پخوانی مشر ګل‌رحمان قاضي وايي، په داسې حال کې چې ولسي جرګه شته او ټوله کابینه بیا هم سرپرسته ده، دغه ډول کړنې د حکومت له قانونه سرغړونه ده.

د ده په خبره، کله چې ټول حکومت سرپرست وي، د اداري فساد مخه نه نیول کېږي او سرپرست مشران ادارې فساد کوي.

نوموړی زیاتوي، د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ پنځه میاشتې وړاندې سیاسي هوکړه شوې ده، خو لا هم کابینه سرپرسته ده او تراوسه یو وزیر هم ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي شوی نه دی.

د ولسي جرګې د تقنین کمېسیون مشر غلام محی الدین منصف وايي، حکومت هره اوونۍ ولسي جرګې ته د وزیرانو د پېژندنې ژمنه ورکوي، خو تراوسه یې دغه ژمنه عملي کړې نه ده. «هر څومره چې په دغه بهیر کې ځنډ رامنځته شي په حقیقت کې دا د قانون تر پښو لاندې کول دي او دا بهیر له پڅوالی سره مخ کوي.»

نوموړي د ولسي جرګې اوسنی مشر هم ملامت کړ، چې پر حکومت فشار نه راوړي چې سرپرستۍ ته د پای ټکی کېږدي.

اوس‌مهال د حکومت په کابینه کې یوازې د قومونو او قبایلو وزیر محمد شفیق ګلاغا شېرزی سرپرست نه دی او نوره ټوله کابینه له سرپرستانو ډکه ده.

د قانون له مخې نوماند وزیران دوه میاشتې په یوه وزارت کې د نوماند په توګه کار کولای شي، خو ځينې نوماند وزیرانو څو کاله په ملي یووالي حکومت او دغه راز په اوسني حکومت کې د سرپرستانو په توګه کې کار کړی دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button