د لغمان والي له یوې چاودنې روغ وتلی

عزم(دوشنبه، ۱۴ تله ۱۳۹۹): د لغمان ولایتي چارواکي وايي نن سهار د دغه ولایت پر والي رحمت الله یارمل د یاد ولایت په مرکز کې چاودنه شوې.

چارواکي وایي چاودنه هغه مهال ترسره شوې چې یارمل له مېلمستون دفتر ته روان و، د سلطان غازي بابا د ښارګوټي دروازې ته په رسیدو سره چاودنه شوې.

د چاودنې د نوعیت به اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، یواځې چارواکي دومره وایي چې چاودنه تلفات لري خو والي ته په‌ کې زیان نه‌دی رسېدلی.

د یادونې وړ دی چې تر اوسه د دغې چاودنې پړه چا نه ده منلې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button