خوست صبریو ولسوالۍ بازار څخه یو رنجر موټر طالبانو بیولی

عزم(چهارشنبه، ۱۶ تله ۱۳۹۹): نن غرمه دولس بجې شاوخوا د خوست صبریو ولسوالۍ خلبسات بازار چې د ولسوالۍ ودانۍ ته څیرمه پروت دی طالبانو ترې د ملي اردو د عسکرو یوه رنجر بیولې.

له سیمې څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې دولس بجې شاوخوا څو تنو بریدګرو د جلیل په نوم یو تن ضابط په تومانچه و ویشت بل عسکر په تیښته ځان خلاص کړ.

ویل شوي چې وروسته بریدګرو د ملي اردو رنجر موټر له ځان سره بیولې ده او له سیمې روغ وتلي دي.

د یادونې وړ دی چې تر اوسه د دغه برید او رنجر موټر د بیولو په اړه نه د خوست ولایتي چارواکو او نه طالب ویاندویانو څه ویلي دي.

نیول شوې رنجر
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button