د سیکولر منطق

 

سیکولر: ځیني حدیثونه د وخت عقلیت هیڅ نه مني، لکه د یوه قوم خلکو ته پیغمبر وویل تاسو د اوښانو بولې وڅښې ښه به شئ!

مسلمان: وه سړیه! هغه روایت خو د پیغمر ستره معجزه ده، ځکه د هغه روایت په پای کې راغلي چې د هغه قوم خلکو چې د اوښانو بولې وڅښلې هغوی روغ شول!

سیکولر: د معجزې خبره کره او قوي نه ده، ځکه دا روایت پوره قوي نه دی، کمزوري لري.

مسلمان: وه اشنا خو تا وویل چې ځیني روایتونه د وخت له عقلیت سره سم نه دي او بیا دې په دې روایت کې د اوښانو د بولو څښلو خبره وکړه، اوس وایې چې دا روایت قوي نه دی؟!

سیکولر: روایت کې ستونزې شته خو…

مسلمان: یعني ستا له نظره روایت کمزوری دی، خو بیا هم چې د روایت د پیل خبره ستا په ګټه ده نو دا روایت بیانوې او دویمه خبره یې چې ستا پر تاوان ده هلته بیا روایت کمزوری شو! مطلب همدا یو روایت نیم قوي او نیم کمزوری دی ؟!

یاره سیکولره سړی څه درته ووایي، تاسو چې د انسان له بولو جوړه د (Pisner) په نوم بېره څښئ؛ ځکه دومره هوښیاران یئ…؟؟؟


لیکنه: حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button