اشرف غني په رښتیا افغانستان جوړ کړ!؟

خط اول:
د تېرې شنبې په ورځ اشرف غني پکتیکا ته تللی و. هلته یې په یوه غونډه کې وویل: ما ټول افغانستان جوړ کړ، که جوړ مې نه‌کړ؟ اشرف غني د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزیر ته وویل، چې ولې یې پکتیکا ورته یاده کړې نه‌ده. اشرف غني لا هم فکر کوي، چې د ټاکنو د کمپاینونو وخت دی او خلک به یې بیا په غوړو ژمنو تېروځي. دی خپلې واکمنۍ ته لا هم د کمپاین په سترگه گوري او د کار پر ځای یوازې خلکو ته ژمنې ورکوي او وخت تېروي. اشرف غني فکر کوي چې پکتیکا په یوه داسې ټاپو کې پرته ده، چې له نورې نړۍ سره هېڅ راشه درشه نه‌لري. یا د پکتیکا خلکو نور افغانستان لیدلی نه‌دی او یا د نور افغانستان له حالاتو نه خبرېږي. اوس خو یووېشتمه پېړۍ ده. د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم خلک انټرنېټ، راډیو او نورو رسنیو ته لاس‌رسی لري او شېبه په شېبه د نړۍ او د افغانستان له حالاتو خبرېږي. اشرف غني او حکومت یې د ځان فکر نورو ته هم کوي او یا ورته ټول افغانستان یوازې ارگ ښکاري. کېدای شي ارگ اوس ښه جوړ شوی وي، خو له ارگ یوازې سل متره له لرې سیمې بیا خبر نه دي، چې هلته څه تېرېږي او خلک یې په کوم حالت کې دي؟
اشرف غني په ۲۰۱۴ز کال کې کال ویل: که بریالی شم په سلو ورځو کې د ملت په دسترخوان کې بدلون راولم، یو مېلیون کاري فرصتونه برابروم، د ننګرهار سابه به فرانسې ته لېږم او افغانستان به له سیمه‌ییزې انزوا خلاصوم او له نورې نړۍ سره به یې نښلوم. د اشرف غني په دسترخوان کې د بدلون خبره رښتیا شوه. ځکه د فقر او بې‌وزلۍ کچه نوره هم لوړه شوه او له دې وړاندې خلکو چې دوه وخته ډوډۍ ته لاس‌رسی پیداکاوه، اوس ورته یو وخت هم نه پیداکېږي. ده خو د مثبت او یا منفي بدلون خبره نه وه کړې، بلکې یوازې یې د بدلون خبره کړې وه او هغه یې رښتیا کړه. د کاري فرصتونو خو پوښتنه مه‌کوه. اوس د لېسانس او ماسټرۍ سندونو لرونکي ځوانان په لاسي کراچیو توکي پلوري. مهم بستونه یوازې هغو خلکو ته ورکول کېږي، چې د بهرنیو سفارتونو سره اړیکې لري او یا د نورو هېوادونو تابیعتونه لري. هر کال د هېواد له دولتي او خصوصي پوهنتونونو زرگونه ځوانان فارغېږي، خو حکومت ورته په هېڅ چوکاټ کې دنده نه‌شي پیداکولی. هره ورځ له هېواده سلگونه ځوانان په قاچاقي لارو اروپا او ترکیې ته روان دي، په دې کې ډېری یې لوستي ځوانان دي.
د هېواد د صادراتو دا حال دی، چې د سبو او مېوو وخت کې بزگران او سوداگر یې شکایتونه کوي، چې حاصلاتو ته یې بازار نه‌شته او په ټیټه بیه پلورل کېږي. په فراه کې پرو سږکال اووه کیلو هندواڼې په ۷ افغانۍ وې. د کندهار انار په سپین بولدک کې وراسته شول. د میدان وردگو مڼې له کابل نه وځي، د شمال انگور سویل ته نه رسېږي. افغانستان اوس‌مهال داسې په سیمه‌ییزه انزوا کې راگېر دی، چې یوه ورځ د تورخم لاره بنده شي، د خوراکي توکي بیې اسمان ته پورته شي. همدا څو میاشتې وړاندې د کرونا له امله د تورخم لاره وتړل شوه، چې د ټولو خوراکي توکو په بیو کې څو برابره لوړوالی راغی او خلک یې اوس هم په هماغه لوړو بیو توکي اخلي. د هېواد د ټولو گاونډیو ولایتونو همدا حال دی. که یوه ورځ د تاجکستان او افغانستان ترمنځ لاره بنده شي، نو د اوړو په بیو کې درې برابره ډېروالی راځي. که د هرات اسلام کلا لاره بنده شي، نو د غازو او تېلو په بیو کې همدا حال دی.
اشرف غني ته پکار ده، چې هرې خبرې ته ښه سوچ وکړي او بیا یې د خلکو پر وړاندې ووايي. دی دې خلکو ته داسې فکر نه کوي، چې گوندې ده هره خبره به ورته د کاڼي کرښه ښکاري، بلکې خلک پوهېږي چې په تېرو شپږو کلونو کې دې څه توره وکړه، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به یې وکړې. خلکو پوره شپږ کاله ستا غوړې غوړې ژمنې واورېدې او نور خلک د دې حوصله هم نه‌لري، چې ستا د خبرو په اورېدو وخت ضایع کړي. ځکه خلک سوله، کار او له روانو بدبختیو د خلاصون لارې په لټه کې دي، چې له بده‌مرغه د دې ټولو لارو په مخ کې ته او ستا حکومت خنډونه جوړوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button