کابل ښار ته د داخلېدو تدابير او لارښوونې!

 

1- کوښښ وکړﺉ په زوړ لباس کې کابل ته راشئ، ترڅو غلو ته شتمن او مالدار معلوم نشئ.

2- د قيمتي اشياو له راوړلو څخه جدي ډډه وکړﺉ

3- په موټر او لاره کې د مبايل را ايستلو څخه په کلکه ځان وساتئ.

4- په ډک موټر کې چې د يو کس ځای پکې خالي وي، له کښيناستلو څخه ډډه وکړئ.

5-د کوم موټر چې د ښيښو جيګولو ــ ښکته کولو هينډل او د دروازو قلفک خراب وي، همدا د غلو موټر دی، ځان ترې ساتئ.

6- کوښښ وکړﺉ په پرتوګ کې جيب او يا د کميس لاندې جيب لرونکی جاکټ واغوندﺉ.

7- که په ښار کې له کومې پېښې سره مخ شوﺉ، په خالي لاس ورسره د مقابلې کوښښ مه کوﺉ.

8- که کوم غل درڅخه کوم څه وتښتول، نو هیڅکله په فرعي کوڅو کې غل پسې منډه مه وهئ، کېدی شي نور هم چور او حتی د وهلو ډبولو او د مرګ له ګواښ سره مخ شئ.

9- که غل در څخه کوم څه په زور واخېستل، پوليسو ته په عريضې کولو وخت مه ضايع کوﺉ، هیڅ کومه مثبته پايله لاس ته نشئ راوړلی. نو ښه به دا وي چې الله تعالی ته يې وسپارﺉ او له هماغه ذات څخه یې عوض وغواړئ.

10- که په کابل کې ډېر ضرور کار نه لرﺉ، نو بیخي له راتګ څخه ډډه وکړﺉ.

11- په کابل ښار کې د موټر سايکل والاو څخه لېرې لېرې ګرځئ.

12- که کابل ته راغلئ، نو د ماښام لمانځه څخه وروسته په ښار مه ګرځئ.

13- کابل ښار ته له راتګ څخه د مخه ايت الکرسي او څلور قل اخرني سورتونه ښه حفظ کړﺉ.

14- کابل ښار ته له راتګ څخه مخکې خپله وصيت نامه وليکئ.

هیله ده دا مطلب له نورو ملګرو سره هم شریک کړئ، تر څو چارواکو ته هم ورسېږي، او لږ د شرم احساس وکړي.

په اخر کې به د سپین کوچي صیب په دې بیت خبره راټوله کړو چې:

خیر دی خېرن ګرځه، خېرنو او زړو جامو کې
ناځوانو غلوو نیولی ټول د کابل ښار لالیه

عبدالله…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button