د شاتو مېږی!

دغه مېږی چې علمي نوم یې (Honeypot Ant) دی د آسترالیا په لویو وچو، مکسیکو، جنوبي افریقا او د امریکا په کالیفرنیا کې پيدا کېږي او فعالیت یې بیخي د شاتو مچۍ ته ورته دی.
لوی توپیر:
د شاتو مچۍ خو کندو لري چې له گلانو څخه شهد یا شات راټول کړي، او له خپلو ۲ معدو* څخه یې له یوې په کندو کې بېرته تش کړي؛ خو د شاتو مېږی بیا کندو نه لري، د گلانو شهد یا شات راټول کړي، هغه په خپل ځان کې ذخیره کړي او کور ته لاړ شي، هلته چې کوم کارگر مېږیان دي هغوی له همدغه شات لرونکي مېږي څخه د یوې غذايي سرچینې په توگه استفاده کوي.
دغه مېږیان چې کله په دښتو او صحرا گانو کې باران وشي بیا د تازه گلانو یا گلداره بوټو څخه قندي مواد او شات راټولوي.
د دوی په ځان کې عیناً لکه د انگورو لویه دانه یو ځای شته چې هلته عسل یا شات په کې ذخیره کوي( په انځور کې یې هم وینئ.)


د دوی عادت او خصلت داسې دی چې شهد راټول او ذخیره کړي، بیا په کورونو کې وي چې کله لویه وچکالي راشي یا ژمی شي بس همدغه مېږیان وي چې د نورو هغو د ډوډۍ او غذا سرچینه جوړوي.
هر شهد ټولونکی مېږی کولای شي د خپل وزن ۸ برابره شات ذخیر کړي. که یې وزن ۱ گرامه وي؛ نو ۸ گرامه شات ذخیره کولای شي.
د خوراک طریقه:
یو وږی مېږی راشي او د شات لرونکي مېږي په خوله کې خوله کېږدي، دریېم مېږی هغه د شاتو صندوق ته فشار ورکا او د وږي مېږي خوله ته څه اندازه شات ور وغورځي او موړ شي.
فرهنگ:
ځیني بومي آسترالیایان د چاکلیت او کاکو په توگه هم ترې استفاده کوي، مانا همداسې یې نوش جان کوي.
مینه او درنښت

(تمیم تکل)

* د شاتو مچۍ ۲ معدې لري، یوه یې د فاضله موادو او بله یې خاص د شاتو د ساتنې له پاره، د یوې معدې مواد د لاندې طرف نه خارجېږي او شات بیا د خولې له لارې تشېږي.
۲۰۲۰/۱۰/۹

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button