د نړۍ په ستمګر دې مور کړه بوره ــ د غيرت شمله دې هسکه شوه باتوره/ درمل

 

د نړۍ په ستمګر دې مور کړه بوره
د غيرت شمله دې هسکه شوه باتوره

زهرجن ښامار خو تا وژلی ياره
اوس په وينو یې سره کړې ډېرو توره

جنتي زلميه! دين نه چې قربان شوې
خدای به درکړي ستر جنت او ښايسته حوره

بد سړي به له ښو خلکو سره خود وي
د شرابو څاڅکي وزي له انګوره

چې پيدا نکړې «درمل» زخمي زړګي ته!
د بېلتون په نازولي درد رنځوره

مسرور_درمل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button