نړۍ کې په څه ډول د ډیناسورانو نسلونه له منځه لاړل؟

نړۍ کې په څه ډول د ډیناسورانو نسلونه له منځه لاړل
له ننه ۲۳۰ میلیونه کاله وړاندې، په دې نړۍ د نباتانو، ځنګلونو او نورو حیواناتو او حشراتو سربېره یو ډول غټ او قوي مخلوق چی ډیناسور نومېده ژوند کاوه.
ډیناسورانو ډېر غټ او قوي صورتونه درلودل، د څېړنو له مخې مختلف جسامتونه یې لرل لکه: ۲۵ ټنه، ۵۰ ټنه، ۸۰ ټنه او آن ۱۲۰ ټنه وزن یې هم درلود.
د ټکساس پوهنتون د څېړنو له مخی د ډیناسورانو مجموعي کتله د موجوده ټولې نړۍ له نفوس څخه ۱۰ زره ځله زیاته وه.
د معمولي ژوندیو موجوداتو په څېر نارینه او ښځینه ډولونه یې لرل، د نسل تولید یې د هګیو له لارې و، د هګیو جسامت یې هم د نورو ژوندیو موجوداتو په پرتله ډېر غټ و.
د هګیو شکل یې د معمول په څېر ګرد نسبتا بیضوي و.
په ۱۸۶۹ مېلادي کال فرانسه کی د ډیناسور لويې هګۍ وموندل شوې، دې ګردې فوټبال ته ورته شکل یې درلود، چی ۳۰ سانتي متره اوږدې او ۲۵ سانتي متره پلنې وې، دې هګۍ ۷ کیلو ګرامه وزن درلود. اما د څېړنو له مخې تر دی لويې هګۍ هم موندل شوې دي.
د حرکت او ګرځېدا له مخی هم ډیناسور په څو ډوله و، یو شمېر یې په څلورو پښو ګرځېدل، نور په دوو پښو او ځینې یې آن په هوا هم الوتل.
ځینې څېړونکي وایي، هغه غټ موجودات چی د ډیناسورانو په وخت کی په هوا ګرځېدل، ډیناسور ته ورته وو، اما اصلآ ډیناسوران نه وو، خو ځینې نور یې بیا د ډیناسورانو په طبقه بندي کی شاملوي.
دا چې ډیناسور ډېر غټ و، نو ډېر خوراک ته یی هم اړتیا لرله، ځینې یې ګیاه او نبات خوړونکي وو، ځینې یې غوښه خوړونکي او ځینې نور یې دواړه (غوښه او نبات) خوړل.
واښه خوړونکي ډیناسوران نسبتا غوښه خوړونکو هغو ته ډېر غټ وو، خو غوښه خوړونکي ډیناسوران د دوی لپاره یو سرخوږى و، ځکه د هغوی لویې خولې په نور حیواناتو داسې نه ډکېدلې لکه څرنګه به چې له واښه خوړونکو ډیناسورانو ډکېدلې.
غوښه خوړونکو ډیناسورانو د نورو ډیناسورانو (واښه خوړونکو) هګۍ هم نه پرېښودې هغه به یې هم د اړتيا په وخت کی خوړلې.
ډیناسورانو ميلیونونو کاله په ځمکه ژوند وکړ. د څېړنو له مخې د دوی ژوند ۶۵ میلیونه کاله وړاندې هغه وخت له انقراض يا له منځه تللو سره مخ شو، کله چی یو لوی اسماني کاڼی په ځمکه را پرېوت.
د ځمکپوهانو د څېړنو له مخې، هر کال په لسګونو زره اسماني کاڼي د ځمکې د کرې پر لوري حرکت کوي، مګر د ځمکې د کرې په شاوخوا کی الله (ج) داسی قوه او غازات ځاى په ځاى کړي، چی دا کاڼي ځمکې ته په را رسېدو یا له منځه ځي او یا هم دا کاڼي بلې خوا ته اړول کېږي.
ويل کېږي له نن نه ۶۵ ميلیونونه کاله وړاندې یوه غټه اسماني ډبره چی تریلیونونه ټنه وزن یې درلود په ځمکه را ولېده.
د امریکایی فزیک پوه لویس الوریز او د هغه د جیولوجست زوى والټر الوريز د معلوماتو پربنسټ، دا ډبره د مکسیکو ښار نه ۵۰۰ میله لرې د چیک سیلوب (Chicxulub) په سیمه کی په یو ساحل کی را ولوېده، د نوموړو پوهانو د څېړنو له مخې دا ډبره دومره غټه وه چی جسامت یی د مکسیکو د چیک سیلوب (Chicxulub) د ښاره په اندازه (۱۸۰ کیلومتره) و.
د ټېکساس پوهنتون د څېړونکو له مخې د دې ډبرې سرعت د ۲۰ نه تر ۳۲ کیلو متره په ثانیه کی ښودل شوی دى.
دا ډبره په ځمکه باندی په ۳۰ درجه زاویې ولګیده. د ډبرې د را لوېدو سره سم لومړني تاثیرات ۱۰۰ کيلومتره پراخ او ۳۰ کيلو متره ژور ښودل شوي دي. لوېدو سره سم یې په ساحل باندی د ۸۰۰۰ مترمکعب په اندازه د اور او شعاع یوه غونډۍ جوړه کړه چې د شمالي امریکا او د شا او خوا د تودوخې درجه یې ۶۰۰ سانتي ګريډ ته لوړه کړه.
مګر د اریزونا د پوهنتون څېړونکی جی میلوش وایي، چې ممکن د لومړنیو څو د قیقو شعاعو د تودوخې درجه د مېلیاردونه سانتی ګريډو وه، چی ټولی نړۍ ته یې تاثیرات رسېدلي دي.
د دې ډبرې د رالوېدو اغېزې د هغو اتومی بمونو په نسبت چې د چاپان په هیروشیما او ناګاساکي استعمال شوي وو، په مېلیاردونو ځله ډېر وو.
د دې ډبرې شعاع په پنځو ثانیو کی اتموسفیر ته تیت شولې.
د شعاعو له څنګ د خاورو او ډبرو ټوټې هم اتموسفیر او د کری نورو برخو ته خورې شوې. د شعاع او د اور څپې د کری نورو برخو ته په دومره سرعت سره تیت شولې چی د څپو سرعت یې په ساعت کی تر ١٠٠ زرو کیلومترو لوړ و.
په څو دقیقو کې د ځمکی د کرې زیاتره برخو کې ځنګلونو اور واخیست. دا چې ډیناسور هم زیاتره ځنګلونو کی اوسېدل، نو نا څاپه د ژوند دايره پرې راتنګه شوه.
د اور لګېدو سره سم ټولو کوچنيو حیواناتو او حشراتو د ځمکې لاندې غارونو ته پناه یوړه. هغو پرنده ګانو او حیواناتو چې ذوحیاتین وو، اوبو ته پناه یوړه، اما په ځینو بحرونو کې یو تعداد یې هلته هم د لوړې تودوخي په اثر له منځه لاړل.
د ځمکې پر مخ یواځې ډیناسور ډېر بدبخت شول، ځکه د دوى د غټ وجود او جسامت له وجې نه داسې غار او پناه ګاه وه چې پناه یې ور وړى وای او نه یې په بحرونو کی ژوند کولای شو.
هغه ډیناسور ته ورته موجوداتو چې هغوی په هوا الوتلای شول، خپل کوښښ پيل کړ تر څو له ځنګلونو ووځي، خو له یوه طرفه دوى دومره با شعوره نه وو چی د نجات لورى پیدا کړي چې کوم لوري ته خطر کم او کوم طرف ته خطر زیات دى چې هلته پناه یوسي، له بله طرفه په دوى باندی له پاسه د هغو ډبرو او سکروټو باران شروع شو کومی چی د غټی اسماني ډبرې د لګېدو په وخت کی اتموسفیر ته پورته شوې وې.
د دوی وزرونو د پردې شکل درلود، نو د سکروټو د باران په وخت کی د دوی دا پرده لرونکي وزرونه سوري شول او له هوا وغورځېدل او په ځمکه را پریوتو سره په اور کی لولپه شول.
د پېښې له ځايه (د مېکسیکو د ساحل) نه اته زره ميله لرې په منګولیا کی هم زیات ډیناسور اوسېدل، مګر هلته د څو ساعتونو لپاره ژوند نورمال و.
له پیښې یوازې دوه ساعته وروسته ټوله کره دود او غبار ونیوله، د دود او غبار سرعت هم دومره شدید و چې له ځان سره یې د شګو او کاڼو غونډۍ جوړې کړې، له دی سره په منګولیا کې هم د تودوخې درجه ۳۰۰ سانتي ګريډ ته لوړه شوه، او د پاتې ډیناسورانو ژوند ته یې ګواښ پېښ کړ.
د ډیناسور لپاره مناسبه تودوخه د ۲۰ او ۴۰ درجو تر منځ آټکل شوې ده، مګر د دوی د وجود تودوخه د چاپېریال څخه یو څه لوړه وه.
د ډېسکوري تلویزیون د يوۀ راپور له مخې ډیناسور کولای شول چې د چاپېریال په ۱۲۰ درجی تودوخه کې په خپله سمڅه کې ژوندى پاتى شوى وای، مګر په ۱۶۰ درجه تودوخه کې يواځې د څو دقیقو هېله وه، او په ۲۰۰ سانتي ګراد کې یوازې څو ثانیې ژوندی پاتې کېدلای شول.
په دی حالت کی نو د ځمکی پر مخ د ډیناسور ژوندی پاتې کېدل ناشوني و، ولی لا هم د ډیناسورانو د ژوندي پاتې کېدو هیله ځکه وه، چې یو شمېر یې په سړو سیمو کې په هګیو کی د ننه پاتې وو، او څو ورځې وروسته هګیو څخه روغ را ووتل، خو دوى لا له خپلی بد بختي خبر نه وو، چې د ژوند د امیدونو دروازې به یې ډېر ژر وتړل شي.
له هګیو راوتلو سره سم دوی د خپلو خوړو او اوبو په لټه کې شول، مګر له پېښې يوه اونۍ وروسته په ټوله نړۍ کی د خوړو درک نه لګېده، له بله پلوه ټوله نړۍ یو ډول زهرجن غاز (هایډروجن سلفایډ) نیولې وه.
هایډروجن سلفایډ هم مستقیمآ د ډیناسور په پوټکي اغېز وکړ او هم ورته په ساه اخيستو کې لويې ستونزې پيدا شوې.
هغه ډیناسور چې واښه خوړونکي وو، د وښو اونباتاتو په لټه کې شول، خو د ځمکې په مخ ډېر کم او کوچني نباتات په ځينو څنډو کی لیدل کېدل، مګر په هغوی د دوى ګوزاره ځکه سخته وه، چې دوى لږ ترلږه ۳۰۰ پاونډه وښو او خوړو ته اړتيا درلوده.
هغه ډیناسور چې غوښه خوړونکي وو، ډېر خپلو خوړو پسی وګرځېدل، خو داسې څه په مخه نه ورتلل، نو چېرې به یې چی د نورو ډیناسورانو هګۍ هم لیدلې خوړلې به يې.
ډیناسورانو د خوړو او اوبو په لټه کی د بحرونو په لور مخه کړه، د بحرونو په ځينو برخو کې ایرې او غبار داسی ترسب کړى و يا راغونډ شوي و چې د بحر اندازه یې راتنګه کړی وه.
څو اوونۍ وروسته ایرې او ناست غبارونه په اوبو کي یو دم منحل شول، د بحر غاړې وغورځېدې او بحرونه په حرکت راغلل. یو ناڅاپه له بحرونو څخه څو میګابایټه سونامې څپې چې ۳۰ فوټه لوړوالى یې درلود را جګې شوې، د نړۍ زیاتې برخې اوبو او د سونامي څپو ونیولې چې له دې سره د پاتې ډیناسورانو تخم د تل لپاره له ځمکی له منځه لاړ.
د وخت په تېرېدو سره، وچې او لمدې (ځمکه او اوبه) سره بېلې شوې، زیاته برخه د اوبو او کمه برخه وچه پاتې شوه. کوچني حیواناتو او حشرات بيا له غارونو را ووتل او ژوند یې پيل کړ، نباتاتو هم ریښې راوويستلې، زرګونه کلونه تېر شول، او ونې بیرته په ځنګلونو بدلې شوې.

لیکنه: بشیر خان
له کائنات او ژوند ګروپ نه”

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button