کوم هېواد د دنیا تر ټولو باوري او کوم بې باوره پاسپورټونه لري؟

عزم (شنبه، ۱۹ تله، ۱۳۹۹): د نړۍ د ټولو هېوادونو د پاسپورټونو څارونکې نړیواله ادارې په خپل یو راپور کې تر ټولو باوري او بې باوره پاسپورټونه روښانه کړل.
یادې ادارې نیوزلینډ هغه هېواد بللی، چې پاسپورټ یې د زیات اعتبار وړ دی؛ خو افغانستان د نړۍ تر ټولو بدترین پاسپورټ لرونکی هېواد ګڼل شوی.
د راپور له مخې: نیوزلینډ چې سږ کال یې د طاقتور او باوري پاسپورټ مقام ګټلی، په مرسته یې ۸۶ هېوادونو ته په فري ویزه سفر کېدای شي او ۴۳ نورو هېوادونو ته یې ویزه معاف ده.
د راپور پر اساس: له نیوزلینډ وروسته جرمني، اسټریا، لګسمبرګ، سویزرلینډ، ایرلینډ، جاپان، جنوبي کوریا او اسټرالیا هغه هېوادونه دي چې پاسپورټونه یې له ښه اعتبار برخمن دي.
بل لور ته عراق او افغانستان هغه دوه هېوادونه ګڼل شوي، چې زیات بې باوره او کمزوري پاسپورټونه لري.
په دغه فهرست کې د افغانستان ګاونډي پاکستان په ۷۰ او د پاکستان ګاونډي هندوستان په ۵۸ نمبر ځای لري.
باید وویل شي چې افغانستان هر کال د بې اعتباره پاسپورټ لرونکو هېوادونو په سر کې ځای لري او هر ځل د فاسدو حکومتونو لرونکو هېوادونو په لړلیک کې هم لومړی ځای لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: