سرپل: طالبانو یو روغتیایي کلنیک په عصري بڼه جوړ او پرانیستی

بلخوا د کندهار ولایت ځینو دولتي سرچینو په ډاګه کړې، هغه ښوونځی چې وړمه ورځ د دغه ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې ویجاړ شوی وه او پړه یې پر طالبانو ور اچول شوې وه، اوس مالومه شوې چې په ویجاړي کې یې د ښوونځي د جوړونې ټیکدار لاس درلود او له دې امله چې خپل ترسره کړی بې کیفیته کار له رسنیو او خلکو پټ کړي، ښوونځی یې په بمونو الوزولی دی.

عزم شنبه،۱۹، تله، ۱۳۹۹):طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سرپل ولایت په مرکز کې یې یو روغتیایي کلنیک جوړ او نن یې د هیوادوالو پرمخ پرانیستی دی
د طالبانو رسمي ویبپاڼه “الامارة”وايي چې یاد کلنیک دهمدي ولایت دمرکز اړوند د”لغمان” په سیمه کې په عصري بڼه جوړ او د هیوادوالو دخدمت لپاره پرانستل شوی دی.

خبرپاڼه وایي چې یاد صحي کلینک په ۱۲ اطاقونو ، یوغټ هال او انتظارګاه باندي مشتمل دی اوهیلې دادي چې په فعالیدو سره به یې دسیمه ایزو خلکو ستونزي تر ډیره حل شي.


طالبان داسې مهال د دې روغتیایي مرکز له پرانیستې خبر ورکوي، چې تازه یو ځل بیا د ځینو مرموزو کړیو او دولت پلوه رسنیو لخوا پر طالبانو د ښوونځیو او نورو عام المنفعه پروژو د ورانونې تورونه پورې شوي؛ هغه ادعاوې چې په تیر کې تل یواځې د اوازو ترکچې پروپاګند بلل شوي دي.
بلخوا د کندهار ولایت ځینو دولتي سرچینو په ډاګه کړې، هغه ښوونځی چې وړمه ورځ د دغه ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې ویجاړ شوی وه او پړه یې پر طالبانو ور اچول شوې وه، اوس مالومه شوې چې په ویجاړي کې یې د ښوونځي د جوړونې ټیکدار لاس درلود او له دې امله چې خپل ترسره کړی بې کیفیته کار له رسنیو او خلکو پټ کړي، ښوونځی یې په بمونو الوزولی دی.
طالبانو هم د یاد ښوونځي په ویجاړونه کې خپل لاس درلودل رد کړي وه او ویلي یې وه چې «دښمن غواړي د داسې پیښو په کولو سره داسلامي امارت په وړاندې دپروپاګند توکي برابر کړي.»

د یادونې وړ ده چې دا مهال د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې زرګونه ښونځي فعالیت کوي او چارې یې د هغوی تر نظارت لاندې مخته ځي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button