طالبانو د ټرمپ د روغتیا په هکله دوی ته منسوبې څرګندونې ناسمې وبللې

عزم یکشنبه،۲۰، تله، ۱۳۹۹):

وروسته تر هغه چې د امریکا د سي بي ایس نیوز د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله راپور ورکړ چې ګواکې دوی د ټرمپ پر روغتیایي وضعیت او په ټاکنو کې د هغه د ناکامېدو په اړه اندېښمن دي؛ طالبانو یې پر وړاندې غبرګون ښوودلی او دا راپور یې ناسم ښوودلی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«سي بي اس (CBS) امریکايي رسنۍ زما خبرې ناسمې تعبیر کړی او نشر کړي دي»
یادې رسنۍ ویلي وه چې طالبان ددې غوښتونکي دي چې ټرمپ د ټاکنو ګټونکی شي، ځکه په وینا یې چې هغه غواړي له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي.
خو طالب ویاند وایي چې« هغه څه چې هغوی نشر کړي هغسې کومه خبره نده ورته شوې.»

په همهاله توګه بیا د ټرمپ یوه ویاند رسنیو ته ویلي دي چې ټرمپ د راتلونکو ټاکنو ګټونکی دی او د طالبانو ملاتړ ته اړتیا نه لري.
د یادونې وړ ده چې امریکایي ولسمشر تل لویدیځې رسنۍ د خبرونو په جعل او تزویر تورنې کړې او د حقایقو په کتمان یې پړې بللې دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button