د کندز د والي پر موټریز کاروان برید شوی

عزم(یکشنبه، ۲۰ تله ۱۳۹۹): د کندز ولایت څخه ځینې امنیتي سرچینې د دغه ولایت د والي پر موټریز کاروان د برید خبر ورکوي.

سرچینې وایي چې څو شیبې وړاندې د والي عبدالستار میرزکوال پر موټریز کاروان د کندز مرکز اړوند لومړۍ حوزې مربوط د سه درک سیمه کې برید شوی.

سرچینې ویلي چې میرزکوال باندې هغه مهال برید ترسره شو چې د وریځو د یوې فابریکې د افتتاح څخه بیرته د دفتر پر لور روان وو.

ویل شوي په دغه برید کې خپله والي او یا یې ساتونکو ته زیان نده اوښتی.

تر اوسه د دغه برید مسئولیت چا په غاړه نه ده اخیستی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button