د لوګر د پیازو سږني حاصلات ۳۷زرو ټنو ته رسېږي

عزم (‌‌‌‌‌دو‌شنبه، ۲۱، تله، ۱۳۹۹ل): د لوګر د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې سږکال د پیازو حاصلات ډېر شوي او د تېرو کلونو په پرتله یې څو برابره زیات حاصلات ورکړي دي.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په لوګر کې بزګران له پیازو سربېره کچالو، جوار، لوبیا، غنم، وربشې، رومیان او نور سابه کري، چې د لوګر سربېره کابل، پکتیا او خوست ته هم لېږل کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه ولایت کې له څه باندې ۵۱ زره او ۵۰۰ جريبه اوبيزې او ۳۴زره او ۳۰۰ جریبه للمي ځمکې څخه په زرګونه ټنه کرنيز حاصلات راټولېږي.« په روان کال کې د لوګر بزګرانو په یو زر او ۱۶۰هکټاره ځمکه کې پیاز کرلي دي، چې له دغو کروندو څخه به ۳۶زره او ۵۴۰مټریک ټنه حاصلات راټول شي.

د لوګر د کرنې رئیس عبدالله تسل وايي، د لوګر اقلیم د پیازو کرکېلې ته ډېر مناسب دی او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د پیازو په کرکېله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

«د لوګر د پیازو سږني حاصلات ښه دي، سږ یې بازار هم ښه دی، بزګران خپل پیاز په مناسبه بیه خرڅوي. که څه هم د تېر کال په پرتله په دې ولایت کې د پیازو د کروندو کچه ټیټه ده، خو د پیازو د تولید په کچه کې د پام وړ بدلون نه تر سترګو کېږي. تېر کال د لوګر ولایت په یو زر او ۲۰۰ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوې وو، چې د حاصلاتو کچه یې ۳۷ زره او ۸۰۰ مټریک ټنو ته رسېده، خو سږکال ددې ولایت په یوزر او ۱۶۰ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي، چې تر لاسه شوي محصول به یې ۳۶ زره او ۵۴۰ ټنه وي.»

د تسل په خبره، د لوګر ۲۰سلنه بزګران پیاز کري او دوی هم بزګرانو ته ښه تخمونه، د افتونو او ناروغیو مخنیوي درمل او نور اړین توکي ورکوي.

دی وايي، اوس‌مهال د لوګر پیاز یوازې د هېواد ولایتونو ته د لېږلو سربېره، بلکې متحده عربي امارات، پاکستان او اذربایجان ته هم صادرېږي.

ځايي بزګران د سږنیو حاصلاتو نه خوښ دي، خو له حکومت غواړي چې حاصلاتو ته یې ښه بازار پیدا کړي او په لوړه بیه دې ورنه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: