ننګرهار: د چرګانو لپاره هر ساعت ۱۲۰ټنه دانه تولیدېږي

عزم (‌‌‌‌‌سه‌شنبه، ۲۲، تله، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، په ننګرهار کې د ۲۵مېلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره د چرګانو د دانې د تولید ۵فابریکې فعاله دي، چې په یو ساعت کې ۱۲۰ټنه دانه تولیدوي.

د یاد ریاست رئیس محمد حسن محسن وايي، په دغه فابریکو کې ۲زره تنه کار کوي او د ورځې ۱۶سوه ټنه دانه تولیدوي.

د ده په خبره، ډېر ژر به درې نورې فابریکې هم فعاله شي، چې تولیدات به یې د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.

نوموړی وايي، د چرګانو د دانې د تولید لپاره هڅه کوي چې په کرنیزه برخه کې استعمالیدونکي توکي له ننګرهاره پوره کړي.

دی وايي، په ننګرهار کې د چرګانو د دانې د تولید د فابریکو د فعالېدو راهیسې اوس له بهره د چرګانو دانه نه واردوي او خپلې اړتیاوې همدلته پوره کوي.

په ننګرهار کې د چرګانو سلګونه فارمونه فعال دي او اوس د چرګانو دانه هم ورته په دغه ولایت کې تولیدېږي.

د ننګرهار ځايي خلک وايي، د کرنیزو چرګانو بیې لوړې شوې، چې یو لامل یې د دغو فابریکو له لوري د فارمونو په څښتانو د دانې په لوړه بیه پلورل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: