مسیر ورځپاڼه: د هلمند د وروستۍ جګړې لامل حکومتي مشران دي

عزم (‌‌‌‌‌سه‌شنبه، ۲۲، تله، ۱۳۹۹ل):  مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د هلمند په وروستۍ جګړه بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، طالبانو په هلمند کې د لښکرګاه پر ښار بریدونه کړي، چې ګڼې سیمې یې نیولي او دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې خبره هم کوي.

«په هلمند کې سختې جګړې روانې دي. طالبانو پر لښکرګاه ښار بریدونه کړي دي او ډېرې سیمې یې لاندې کړې دي. حکومتي ویندویان وايي چې طالبان یې بېرته په شا کړي دي او د هغوی د پرمختګ مخه یې نیولې ده. دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا هم کوي. له دې سره هممهاله ملکي وګړو ته هم زیانونه اوښتي او ډېرې کورنۍ د جګړو له وېرې د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي.»

د سرلیکنې له مخې، په هلمند کې داسې مهال جګړې زور اخیستی چې په دوحه کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرې هم روانې دي.

«په هلمند کې جګړې په داسې وخت کې زور اخلي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي هڅه کوي، څو پر اصولو او کړنلاره شته اختلافونه حل کړي او توافق ته ورسیږي. د سولې د خبرو له پیل سره اورکم او اوربند هم یوه اساسي غوښتنه ده چې طالبان یې منلو ته تیار نه دي.»

ورځپاڼې حکومت ملامت کړی، چې د سولې په خبرو کې خنډونه جوړوي او لامل یې هم د حکومتي مشرانو د واک غوښتنه ده. «دا سمه ده چې د سولې په برخه کې خنډونه شته او له بده مرغه لوی لامل یې هم حکومتي واک غوښتونکي مشران دي. په دې زور او ځواک کې نه حکومتي مشرانو او نه هم د دوی کورنیو ته زیان رسیږي؛ بلکې لوی زیان یې افغان ولس ته دی.»

د سرلیکنې د لیکوال په باور، دې جګړې ته به یوه ورځ د حللاره پیداکېږي، خو تر هغه وخته دې ورسره جګړه هم کمه شي.

«اوس وخت د سولې دی، د سولې د خبرو پر اصولو او اجنډا بحث روان دی، ښايي توافق هم وشي، خبرې به پیلېږي، پرمختګ به کېږي او بالاخره به دې جګړې ته حللاره پیدا کېږي، نو په داسې وخت کې د جګړې زیاتول او ګرمول د هېڅ لوري په خیر نه دي. اوس پکار ده چې له نرمۍ کار واخیستل شي، پر خبرو او تفاهم ټینګار وشي او ټوله هڅه باید دا وي چې د افغان وینه ودرېږي او ټول افغانان په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: