د فساد ښودونکي ساعتونه

وايي چې پروفیسر صیب یوه ورځ قواره بدله کړې وه د افغانستان بانک ته ننوتی و.
هلته يې د افغانستان د پخوانیو ولسمشرانو دیوالي غټ ساعتونه لټول!!!
څه ګوري چې دا غټ ساعتونه په مختلفو سرعتونو روان دي!
د بانک د امانتونو د مسول نه یي پوښتنه وکړه چې: دا ساعتونه ولې په مختلفو سرعتونو روان دي؟
هغه ورته وویل:
دا خو د ولسمشرانو ساعتونه دي.
هر ساعت د هغه ولسمشر د قام سره د وعده خلافیو او د بې وفاییو په اساس سرعت لري؟!
مثلا :دا ساعت چې ولاړ دی او هیڅ حرکت نه کوي، دا د مرحوم داود خان ساعت دی!
ځکه چې هغه اول وعده نه کوله او که کله به يې وعده وکړه بيا په مرګ هم وعده خلافي نه کوله!
دا بل ساعت چې لږ سست روان دی دا د استاذ رباني ساعت دی!
دا بل چې تیز روان دی دا د ‌‌‌‌‌‌ببرک کارمل ساعت دی!
پروفیسر صيب ورنه پوښتنه وکړه چې هغه د ‌‌‌‌‌‌پروفیسر صیب ساعت چیرې دی، نه ښکاري؟؟؟
د بانک د امانتونو ساتندوي ورته وویل چې :
هغه خو کرزي صیب وړی دی؛ ځانته يي ځوړند کړې د پکي کار ترې اخلي!!!

طنز: الله نور سېلاب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: