طالبانو تسلیم شویو عسکرو ته ۵۰_۵۰زره روپۍ د انعام په توګه ویشلې/ویډیو

عزم سه شنبه،۲۲، تله، ۱۳۹۹):په یوه ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو منسوبینو خپره کړې، ښکاري چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د هغو عسکرو چې وړمه ورځ طالبانو ته تسلیم شوي وه، دروند هرکلی کیږي.

 

دغه ویډیو کې یو طالب مسؤل لومړی د خپلې مبارزې په هکله توضیحات ورکوي او هغوی دې ته هڅوي چې باید له خپلو افغانانو “طالبانو” سره د جګړې پر ځای له هغوی سره همکاري ترسره او د یوه سوچه اسلامي نظام په جوړولو کې یې اوګه په اوګه ملتیا وکړي.
تسلیم شویو عسکرو ته، شین چای او خواږه ایښي، خپلې وسلې یې هم ورسره څنګ کې ایښوودل شوې ښکاري او ټول په خورا توجه سره د طالب مسؤل خبرو ته غوږ دي.
د خبرو په یوه برخه کې طالب مسؤل وایي: «دا خاوره زمونږ ترځانونو نه ده محترمه، مونږ او تاسو یو چې هیواد را باندې ښکلی دی، مونږ باید د خاورې پرځای د یوه مقدس هدف لپاره چې هغه د اسلامي نظام حاکمیت ده، ځانونه قربان کړو»
تر وینا وروسته یاد طالب مسؤل له تسلیم شویو امنیتي کسانو د تسلیمیدو د لامل په هکله پوښتنه کوي او وروسته ورته ۵۰زره کلدارې نغدې چې سیمه کې د راکړې ورکړې مروجې پیسې دي، ورکوي.
تسلیم شوي کسان له طالب مسؤلینو خوښي ښیي او راتلونکي کې له طالبانو سره د هر نوعه همکاري ډاډ ورکوي.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د طالبانو لخوا په نغدي مکافاتو او نورو انعامونو نازول کیږي، په تیر کې هم د طالبانو لخوا ورسره په ځلونو ورته ښه تعامل ترسره شوی چې د پوځي شنونکو په باور، دې کار طالبانو ته د دولتي عسکرو په تسلیمیدو کې او له طالب ضده جګړې څخه د هغوی په لاس اخیستنه کې، خورا ښه رول لوبولی دی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: