ننګرهار: د درونټې برېښنا کوټ بېا رغول کیږي

عزم (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۹): د ننګرهار چارواکي وایي: د درونټې برېښنا کوټ یو ځل بیا په اساسي ډول رغول کیږي.
دوی وایي: د یاد برېښنا کوټ د بیا رغونې تړون له یو ایراني شرکت سره لاسلیک شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل: د دغه پروژې عملي چارې به ډیر ژر پیل شي.
نوموړي څرګنده کړه: «د درونتې برېښنا کوټ د بیارغولو قرارداد د لس میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د پارس تابلو په نوم ایراني شرکت ګټلی او ژر به عملي چارې پیل کړي چې درې واړه توربينونه او د‌ دستګاه اړوند نور تخنيکي تجهيزات به په اساسي ډول پکې ورغول شي».
د ده په وینا: د یادې پروژې له بشپړېدو وروسته به د درونټې برېښنا کوټ له انالوګ سيستم څخه په ډيجيټال عصري سيستم بدل شي.
بل لور ته د ننګرهار برېښنا شرکت رئیس غلام حیدر فقیرزی وایي: د درونټې برېښنا کوټ له بیارغونې سره به د برېښنا انرژۍ ظرفیت لوړ شي.
نوموړي زیاته کړه: د یادې پروژې لګښت نړیوال بانک له لورې ورکول کیږي .
باید وویل شي چې د درونټې برېښنا کوټ په ۱۳۴۲ لمريز کال کې جوړ شوی او په تېرو ۵۷ کلونو کې یې د بیا ځل لپاره اساسي ترميم نه دی شوی چې له امله یې یاد برېښنا کوټ د له منځه تللو ګواښ سره مخ دی.
هېره دې نه وي، چې د درونټې برېښنا کوټ اوسمهال ۹ميګاواټه برېښنا تولیدوي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button