له کرونا وروسته: په ۲۴ زرو عمره اداء کوونکو کې کرونا نه وه
عزم (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۹): د سعودي عربستان د خبري سرچینو د راپورونو پر اساس: له کرونا وروسته په لومړنیو عمره اداء کوونکو شاوخوا ۲۴۰۰۰ وګړیو کې د کرونا وېروس اثر نه دی لیدل شوی.
د راپورونو له مخې: یاد کسان چې زیاترو یې تر خاصو شرایطو لاندې عمره اداء کړه، د کرونا ټیسټونه یې منفي ثابت شوي وو.
د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې: «د سعودي روغتیايي چارواکي وايي، چې ټول ۲۴ زره عمره کوونکي او زایرین مسجد حرام ته له داخلېدلو وړاندې ټیسټ شوي، چې نتیجې یې منفي وې».
خبر زیاته کړې: د سعودي عربستان حکومت ټولو عمره کوونکو کسانو ته ځانګړي روغتیايي شرایط وړاندې کړي وي او د هغوی د خوندیتوب له پاره ټول وسایل په کار اچول شوي وو.
باید وویل شي چې د کرونا وېروس له زیات خپراوي وروسته د سعودي عربستان چارواکو حج او عمرې ته د ورتلونکو خلکو په ورتګ بندیز ولګاوه؛ خو د اکتوبر له ۴ مې نېټې ورووسته دغه بندیز لرې شو او خلکو یو ځل بیا د عمرې کولو لړۍ پیل کړه.
هېره دې نه وي چې هره ورځ ۶۰۰۰ تنه له مسجد الحرام نه طوافونه کوي او دغه سلسله لا هم جاري ده.