ټرمپ له کرونا وروسته یو ځل بیا کمپایني غونډې پیل کړې

عزم (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۹): امریکايي ولسمشر چې تازه کرونا نیولی و، یو ځل بیا یې د ولسمشریزو ټاکنو د تیاري په لړ کې کمپایني غونډې شروع کړې.
د امریکايي رسنیو د خبرونو پر اساس: ډونالډ ټرمپ تېره ورځ فلوریډا ایالت ته تللی و او خپلې ټاکنیزې غونډې یې بیا پیل کړې.
ویل شوي چې د ټرمپ لیدنې ته د هغه زرګونه پلویان د یاد ایالت د ستنفورډ ښار ته ورغلي وو.
د ټرمپ ځانګړي ډاکټر رسنیو ته ویلي: «د ولسمشر ټرمپ د کرونا وروستۍ ازموینې پرله پسې منفي وې؛ نو ځکه هغه ته د کمپایني پروګرامونو د پیلولو اجازه ورکړل شوې».
نوموړي زیاته کړې: ولسمشر له کرونا رغېدلی او دغه وېروس نورو ته ترې نشي انتقالېدلی.
باید وویل شي چې ډونالډ ټرمپ به ډیر ژر پنسیلوانېا او مشیګان او دریو نورو ایالتونو ته هم د کمپایني غونډو له پاره لاړ شي.
د ویلو وړ ده چې ټرمپ سره، سره د هغه مخالف سیال جوبایډن هم په فلوریډا، اوهایو او یو شمېر نورو ایالتونو کې په کمپایني سیالیو او غونډو بوخت دی.
ځینې سرویې ګانې او نظر پوښتنې چې ټرمپ یې جعلي بولي؛ ښيی چې راتلونکو ټاکنو کې جوبایډن پر ډونالډ ټرمپ ۱۰ نمرې مخکې دی.
هېره دې نه وي چې ډونالډ ټرمپ او میرمن یې دوه اونۍ وړاندې په کرونا وېروس اخته شوي و.
کرونا هغه وبا ده چې امریکا یې تر ټولو زیاته ځپلې او تر ټولو زیاتې مرګونې او مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button